په دې وروستیو کې د فیسبوک یو پوسټ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو کې له دې اسيا سره شريک شوی چې په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې یو خونړی برید شوی. د ادعا شوي برید په اړه د ټولنیزو رسنیو ادعاوو ملاتړ کولو لپاره دوه عکسونه هم شریک شوي.

فېسبوک پست ادعا کوي چې ګواکي د فیسبوک د پاکستان په اسلام اباد ښار کې یو خونړی برید شوی دی.

تاسو کولای شئ دا فېسبوک پسټ لاندې وګورئ:

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې جعلي دي.

د حقیقت معاینه

د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو او د شریک شوي عکسونو تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ لومړی په انټرنیټ کې کلیدي کلمې وپلټلې ترڅو معلومه کړو چې آیا داسې کومه پیښه شوې ده، مګر د پاکستان په اسلام آباد کې د کومې وروستي چاودنې یا برید په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

د نورو پلټنو لپاره، موږ په هغه عکسونو کې چې د فیسبوک پوسټ کې شریک شوی د ګوګل د عکسونو العمل لټون پلي کړ. موږ وموندله چې شریک شوي عکسونه هم پخواني دی.

لومړی عکس

د پلټنو پر مهال موږ وموندل چې شريک شوي عکس هم پخوانی دی او هغه مهال کلک شوی چې د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۲مه پر کابل پوهنتون وسله وال برید وشو او ګڼ محصلین په کې ووژل شول.

ټوېټر آرشيف لینک

دوهم عکس

موږ ولیدل چې ورته عکس هم چې په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوی، پخوانی دی او وروسته له هغه اخیستل شوی و کله چې داعش تېر کال په کابل کې د عاشورا مراسم ونښلول.

خامه پریس آرشيف لینک

پایله

له همدې امله له پورته پلټنو څخه دا څرګنده شوه چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې جعلي دي ځکه چې د پاکستان په اسلام اباد کې د داسې کومې پېښې د تایید لپاره هیڅ رسنۍ راپور نه لري او همدارنګه شریک شوي عکسونه پخواني او بې تړاوه دي.

Avatar

سرلیک: د پاکستان په اسلام اباد کې د وروستۍ برید په څیر غیر اړونده عکسونه شریک شوي.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False