پخواني او بې تړاوه انځورونه په جومات کې د وروستۍ چاودنې له ادعا سره خپاره شوي دي.

Misleading National

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخوانۍ پېښې ځینې عکسونه له دې ادعا سره  خپاره کړي، چې ګواکې په یوه جومات کې پر عبادت کوونکو درنه چاودنه شوې ده. 

تاسو کولی شئ یوه نمونه یې په لاندې توګه مشاهده کړئ:

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

په پورته پوسټ کې د VOP Pashto په نوم یوې جعلي فیسبوک پاڼې د خپل لایک او کمنټ لپاره دا دول د دروغو له ادعا سره د پخوانۍ او بې تړاوه پېښې انځورونه خپاره کړي دي.

دوی لیکلي، چې چاودنه په لمونځ کوونکو شوې او ډېرو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده، په داسې حال کې، چې د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي دغه ادعا دروغ او خپاره شوي انځورونه د یوې پخوانۍ پېښې دي.

د حقیقت څېړنه:

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل، بیا مو پر خپرو شویو انځورونو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې لاندې شواهد په لاس راغلل. 

د ګوګل ایمیج لټون په واسطه موږ وموندله چې لاندې انځور په ۲۰۱۸ کال کې په خوست کې ځانمرګي برید له خبر سره خپور شوی، چې په خبر کې یې لیکلي په خوست ولایت کې یو جومات کې د ځانمرګي برید له امله ۳۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. 

بلوچستان پوسټ آرشيف لینک 

د ګوګل ایمیج لټون په پلي کولو سره موږ دوهم انځور په اړه هم وموندله چې دوهم انځور د یوې پخوانې پېښې، چې ۲۰۱۷م کال  په اکتوبر کې پکتيا ولایت کې رامنځته شوې وه، د افغان پولیسو په مرکز د برید وروسته اخیستل شوی.

لینک ۲ آرشيف لینک

پایله: 

په ټولنیزو رسنیو کې د پورته ادعا سره خپاره شوي انځورونه د پخوانیو پېښو دي او په دې وروستیو کې د کومې داسې پېښې هیڅ راپور ندی ورکړل شوی، چې د ذکر شوې ادعا ملاتړ وګڼل شي.

Avatar

پخواني او بې تړاوه انځورونه په جومات کې د وروستۍ چاودنې له ادعا سره خپاره شوي دي. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *