په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ ته رسېدو وروسته ډېری مشهور کسان له هېواده وتښتېدل او بېلابېلو هېوادونو ته یې پناه یوړه. افغان سندرغاړې حسیبه نوري هم د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکه د وتلو وروسته له هېواده وتښتېده او په پاکستان کې یې پناه واخیسته.

په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو ادعا کړې چې حسېبه نوري د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوې ده.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ

فېسبوک فېسبوک فېسبوک فېسبوک فېسبوک فېسبک
آرشيف لینک آرشيف آرشيف آرشيف آرشيف آرشيف

یو فیسبوک کارونکی لیکلي:

افغان سندرغاړې حسیبه نور نن په پېښور کې په دیره بیدردی وو.ژ.ل شوه

حسیبه نوري په افغانستان کي د جمهوریت له سقوط وروسته پېښور کې پناه اغستې وه.

د ګلونه ښار پېښور د پښتنو د خوشحالیو په ځاي د پښتنو قتل ګاه جوړه شوي ده.

قاتلان دی زر تر زره اونيولي شی

"پښتانه سندره خوښې خو سندره ويونکي نه "

چرته چي ساز نه وي سندره نه وي

هلته کښې هيڅ ده ژوند خبره نه وي

#TheWarriorState

#Statesponsoredterrorists

#statesponsoredislamicextrimists

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو اوازې جعلي دي او افغان سندرغاړې حسیبه نوري ژوندۍ ده.

د حقیقت معاینه

څو مشهورو رسنیو هم د حسیبې نوري د وژنې جعلي خبرونه خپاره کړي وو.

خو د افتخار فردوس په نوم یوه خبریال پر ټوېټر لیکلي چې د سندرغاړې حسېبا نوري د مړینې خبر جعلي دی او هغه ژوندۍ ده.

Twitter Archived Link

هغه بیا د حسیبا نوري یوه ویډیو خپره کړه. په ویډیو کې حسیبه نوري په دري او پښتو ژبو خبرې اوریدل کیږي او دا یې روښانه کړې چې ژوندۍ او خوندي ده. هغې دا هم وویل چې له څو وخت مخکې د موټر په ټکر کې ټپي شوې وه او هغه عکس چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی د موټر په ټکر کې له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې اخیستل شوی و.

هغې دا هم څرګنده کړه چې هغه په کوټه کې ده، نه د خیبر پښتونخواه او خوندي ده.

Twitter Archived Link

پایله

له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې د افغان سندرغاړې حسېبې نوري د وژنې خبر جعلي او د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ناسمې دي. حسیبه نوری ژوندی دی.

Avatar

سرلیک: افغان سندرغاړې حسیبه نوري په پښتونخوا کې نه ده وژل شوې.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False