ایا په انځور کې دغه الوتکه رېښتیا د پاکستان ده او د افغانستان-پاکستان وروستیو نښتو پر مهال وېشتل شوې ده؟ 

False International

په دا وروستیو کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د جګړو او تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شول او دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. دا مهال د دواړو لوریو ترمنځ د ۴۸ ساعتونو پر اوربند هوکړه شوې، چې له پرون راهیسی پلی شوی دی. 

په دې لړ کې د ۲۰۲۵ کال اکتوبر میاشتې په ۱۵مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د یوې پوځي الوتکې، چې د پاکستان بیرغ پر ښکاري، یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګني دغه پاکستانۍ جیټ الوتکه د افغانستان-پاکستان ځواکونو په جګړه کې افغان ځواکونو وېشتلې ده. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا دروغ او غولوونکې ده.

دا چې حقیقت څه دی، د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې یې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې له خپور شوي انځور سره لیکلي: «افغان ځواکونو د پاکستان بې بیلوټه الوتکه رانسکوره کړې». 

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا غولوونکې ده. هغه انځور چې له یادې ادعا سره خپور شوی دی، د ۲۰۲۳ کال می میاشتې هغې پېښې دی، کله چې د پاکستان په میانواله کې د پخواني وزيراعظم عمران خان پلویانو د یو لاریون پر مهال هغې الوتکې ته اور واچولو، چې د چين او پاکستان تر منځ د پوځي همکارۍ نښه بلل کېده. 

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده؟

موږ پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو په ګوګل کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې خپور شوی انځور د ۲۰۲۳ کال می میاشتې هغې پېښې دی، کله چې لاریونوالو په د پاکستان په میانواله کې یوې چینۍ تاریخي الوتکې ته اور ورکړی وو.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې له خپل رسمي یوټیوب چینل څخه د همدې الوتکې د سوځولو صحنې ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي: پاکستان وشرمېده، کله چې د عمران خان ملاتړو په میانوالي کې د چين جوړ شنيانګ F-6 سمبولیکه الوتکه وسوزوله. 

ارشیف

د دې تر څنګ چاینا ګلوبل سوت پراجیکټ ویبپاڼې هم د یادې پېښې په اړه راپور کې د (f-6) جیټ الوتکې د سوځېدو انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي: پاکستاني مظاهره چيانو د چين تاريخي جنګي الوتکې، چې یو يادګار وو، وسوځله. 

ارشیف

همدا راز یو هندي چارواکي له خپل ایکس پانې په یو پوسټ کې د دغې چینایي جیټ الوتکې د سوځېدو د صحنې ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي: په پاکستان کې د میانوالۍ په هوايي اډه کې د چينۍ الوتکې يادګار ته اور واچول شو.

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا غولوونکې ده. هغه انځور چې له یادې ادعا سره خپور شوی دی، د ۲۰۲۳ کال می میاشتې هغې پېښې دی، کله چې د پاکستان په میانواله کې د پخواني وزيراعظم عمران خان پلویانو د یو لاریون پر مهال هغې الوتکې ته اور واچولو، چې د چين او پاکستان تر منځ د پوځي همکارۍ نښه بلل کېده. 

Avatar

ایا په انځور کې دغه الوتکه رېښتیا د پاکستان ده او د افغانستان-پاکستان وروستیو نښتو پر مهال وېشتل شوې ده؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *