د اسلام اباد په ماریوت هوټل ۱۷ کاله پخواني برید انځور اوس له ناسمې ادعا سره خپور شوی دی.

False International

د افغانستان او پاکستان د وروستیو نښتو او کړکېچ په لړ کې د ۲۰۲۵ کال اکتوبر میاشتې په ۱۸مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د اسلام اباد ماریوت هوټل د ویجاړۍ یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې دا ویجاړي او برید افغان لوري د افغانستان-پاکستان وروستي کړکېج پر مهال د غچ اخیستنې په موخه کړی دی. خو د فکټ کریسنډو څېړنې ښیي، چې وایرل شوی انځور ۱۷ کال پخوانی دی او د افغانستان-پاکستان له وروستیو نښتو سره هیڅ تړاو نلري. 

د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو همدا څېړنه ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې له خپور شوي انځور سره لیکلي: «د پاکستان رژیم پلازمېنې اسلام ‌اباد په ماریوت هوټل کې د بیګاني برید له امله  ۱۲ لوړ رتبه مهم پوځي افسران هلاک او ګڼ ټپیان شوي. پاکستاني رسنۍ وایي، هلته ګاز ډبه یا ټیر چاودلی، خو تاسې یې انځور وګورئ او تسکین شئ». 

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. خپور شوی انځور د ۱۷ کاله پخوانۍ هغې پېښې دی، کله چې په ۲۰۰۸ کال کې د اسلام اباد په ماریوت هوټل موټر بم برید شوی وو. دا انځور اصلاً د افغانستان-پاکستان وروستي کړکېج سره هیڅ تړاو نلري. 

موږ ولې وایو، چې دغه وایرل شوی انځور ۱۷ کاله پخوانی دی او د افغانستان-پاکستان وروستي کړکېچ سره هیڅ تړاو نلري؟

موږ پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو په ګوګل کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې خپور شوی انځور د ۱۷ کاله پخوانۍ هغې پېښې دی، کله چې په ۲۰۰۸ کال کې د اسلام اباد په ماریوت هوټل موټر بم برید شوی وو.

د timesofmalta.com ویبسایټ همدا انځور په ۲۰۰۸ کې له یو راپور سره خپور کړی او د انځور په کپشن کې یې لیکلي: هغه ویجاړی، چې د پاکستان په اسلام‌ اباد کې د ماریوټ هوټل د باندې د بمي چاودنې له امله رامنځته شوی دی. 

په Getty images ایجنسي کې موږ همدا وایرل شوی انځور پیدا کړ، چې له دې انځور سره په تفصیل کې لیکل شوي: … د ۲۰۰۸ کال سپتمبر په ۲۱مه، د یکشنبې په ورځ، د پاکستان په اسلام‌اباد کې د ماریوټ هوټل مخې ته د بمي چاودنې له امله زیانمن شوي موټر ولاړ دي… 

د abc.net.au ویبپاڼې هم د دې پېښې انځور په ۲۰۰۸ کې د پېښې له راپور سره خپور کړی، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ.

همدا راز که تاسې غواړئ د ماریوټ هوټل د بمي چاودنې ویډیوي راپور وګورئ، نو الجزیره یې په اړه له خپل یوټیوب ادرس څخه خپور کړی دی. 

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. خپور شوی انځور د ۱۷ کاله پخوانۍ هغې پېښې دی، کله چې په ۲۰۰۸ کال کې د اسلام اباد په ماریوت هوټل موټر بم برید شوی وو.

Avatar

د اسلام اباد په ماریوت هوټل ۱۷ کاله پخواني برید انځور اوس له ناسمې ادعا سره خپور شوی دی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *