ایا په ویډیو کې دغه چاودنه د هند – پاکستان اوسنۍ شخړه پوري تړاو لري؟

False International

په ټولنییزو رسنیو کې د چاودنې یوه ویډیو لاس په لاس کیږي، چې د دغې ویډیو په خپرولو سره د فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې دا پېښه د هند – پاکستان اوسنۍ شخړه کې رامنځته شوې او ویلي یې دي، هندي ځواکونو د پاکستان یوه ډیپو په نښه کړې. په داسې حال کې چې د چاودنې دغه ویډیو د هند – پاکستان په اوسنۍ شخړه پورې هیڅ تړاو نلري، بلکې دا چاودنه د ۲۰۲۲ کال مارچ میاشت کې په سیالکوټ کې رامنځته شوې وه.

دا چې رېښتیا څه دي؟ راځي د فکټ کریسنډو دغه کتنه کې یې ولولو!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. د ټولنیزو رسنیو یو فعال قمر جبارخېل په نوم دغه کاروونکي د سیالکوټ کې د چاودنې انځور سره خبرو کې ویلي، چې هندي ځواکونو د پاکستان ډیپو تباه کړې ده.

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

د ټولنیزو رسنیو د فعال قمر جبار خیل د خبرو ویډیو (دلته) وګورئ.

رېښتیا څه دي؟

د فیسبوک یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده. دغه ویډیو د هند – پاکستان په اوسنۍ شخړه پورې تړاو نلري، بلکې دا چادونه د ۲۰۲۲ کال مارچ ماشت کې د پاکستان په سیالکوټ کې رامنځته شوې وه. 

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده؟

موږ لومړی د دغې ویډیو ځیني سکرین شاټونه په ګوګل ایمیج کې وپلټل او هلته مو د دغې چاودنې په اړه بېلا بېل شواهد پیدا کړل، چې ښیي د چاودنې دغه ویډیو په هند نه، بلکې پاکستان کې رامنځته شوې وه.

د NDTV خبري رسنۍ له دې ویډیو سره لیکلي: د پاکستان په سیالکوټ ښار کې یوه لویه چاودنه وشوه.

ارشیف

د Excelsior News رسمي چینل د دې پېښې ځانګړي تصاویر خپاره کړي، چې دوی هم ورسره لیکلي: د پاکستان د سیالکوټ په کینټ سیمه کې د مهماتو په یوه ګودام کې لویه چاودنه وشوه.

ارشیف

د Mirror Now رسمي ایکس پاڼې هم د سیالکوټ پېښې په اړه خپل پوسټ کې لیکلي: د پاکستان د سیالکوټ په کینټ سیمه کې د یوې لویې چاودنې غږ اوریدل شوی.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې دغه ویډیو د هند – پاکستان په اوسنۍ شخړه پورې تړاو نلري، بلکې دا چادونه د ۲۰۲۲ کال مارچ ماشت کې د پاکستان په سیالکوټ کې رامنځته شوې وه.

Avatar

ایا په ویډیو کې دغه چاودنه د هند – پاکستان اوسنۍ شخړه پوري تړاو لري؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *