
د ډیورنډ فرضي کرښې موافقه، ۱۳۱ کاله پخوا په همدې نومبر میاشت کې شوې لاسلیک شوې وه، خو لا هم د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې شخړې په توګه شتون لري، چې له امله یې د دواړو هېوادونو اړیکو باندې اغیز لرلی دی.
ایا پوهیږئ، چې د دې لانجمنې فرضي کرښې موافقه په کوم تاریخ، کومه ورځ او د چا ترمنځ لاسلیک شوه؟ ایا د ډیورنډ په نوم دغه کرښه د افغانستان کوم حکومت د یوې رسمي پولې په توګه منلې؟ مورتیمر ډیورنډ (Sir Mortimer Durand) څوک وو؟ دا کرښه څومره اوږدوالی لري او کوم غټ قوم یې په منځ سره وویشلو؟ د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د دې او نورو مهمو پوښتنو ځواب لپاره د فکټ کریسنډو دغه ایکسپلینر ولولئ!
تاریخي شالیډ:
د تاریخي اثارو په اساس له نن څخه ۱۳۱ کاله پخوا د ۱۸۹۳ نومبر په ۱۲ مه نېټه د ډیورنډ کرښې دغه هوکړه په یوه پاڼه کې لیکل شوی تړون وو چې ۷ لنډې مادې یی درلودې او د افغانستان د هماغه وخت پاچا “امیر عبدالرحمان خان” او په هند کې د بریټانیا د مهم استازي مورتیمر ډیورنډ (Sir Mortimer Durand) ترمنځ یوه هوکړه لاسلیک شوه، چې پر اساس یې د افغانستان (پښتنو) په زړه کې په همدې نوم (ډیورنډ) د بېلتون کرښه وایستل شوه.
دا کرښه، چې ۲۶۴۰ کیلومتره اوږده ده، د افغانستان هیڅ حکومت تر دې دمه په رسمیت نده پېژندلې او دریځ یې په عموم کې دا دي چې امیر عبدالرحمان خان له انګرېزانو سره په دې موافقه کړې وه، چې تر هغو چې انګرېزان په هندوستان کې وي، افغانستان ته به د یو شمېر امتیازونو په بدل کې دا سیمه د انګرېز تر کنټرول لاندې وي، خو د انګرېز د استعمار له پای ته رسېدو وروسته به بېرته له افغانستان سره یوځای کېږي.
هغه مهال چې د افغانستان د وخت امیر، عبدالرحمان خان او مورتمر ډیورنډ ترمنځ د دې کرښې هوکړه لاسلیک کېدله، نو د پاکستان په نوم هیواد نه و.
مورتیمر ډیورنډ (Sir Mortimer Durand) څوک وو؟

Figure /: ‘Morty’: Sir Mortimer Durand in 1903. From a ‘Spy’ cartoon. Reproduced by permission of Vanity Fair. (source)
د مورتیمر بشپړ نوم هينري مورتیمر ډیورنډ دی، چې نوموړی یو بریټانوی دیپلومات او د بریټانوي هند په مستعمره کې د یو انګریز مامور په توګه پېژندل شوی و.
هغه په ۱۸۵۰ کال د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه د هند د بهوپال په سيهور کې زېږېدلی و، او د ۷۴ کلونو په عمر په ۱۹۲۴ د جون په ۸مه مړ شو.
د مورتیمر د پلار نوم هېنري ماريون ډيورنډ و چې په اصل کې د بارودا اوسېدونکی و. نوموړي خپلې زده کړې د بلک هیت پروپرايتېري او ټونبرېدج ښوونځيو کې ترلاسه کړي وې.
د مورتیمر ډیورنډ په اړه د مندیکک تاریخي موضوعاتو د سپړلو اړوند ویبسایت (هينري مورتیمر ډیورنډ) مطلب هم درسره ولولئ.
د ډیورنډ فرضي کرښې په تړاو لیکوالانو او یو شمېر تاریخ پوهانو څه ویلي:

د تاریخي موضوعاتو د سپړنو لیکوالان په دې نظر دي، چې د ډیورنډ کرښې په نوم د امیر عبدالرحمن خان او د بریتانیايي هند د بهرنیو چارو د وزیر هنري مورتیمر ډيورنډ ترمنځ لاسلیک شوی تړون اووه مادې لري او په دې تړون کې هیڅ ځای ډیورنډ لاین د یو دایمي سرحد په توګه نه دي یاد شوی بلکې ټولې مادي یې د هغه وخت د بریتانیايي هند او امیر عبدالرحمن خان ترمنځ پر دې کرښه د پرتو سیمو په تنظیم او ویش راڅرخي. په دې اووه ماده يي تړون کې، یو ځل د «فرنټیر لاين» یوځل د «باونډری» پنځه ځله د«فرنټیر» یوځل د«باونډری لاین» او یو ځل د«بارډر» ټکی خوندی شوی دي چې دا ټول تناقض او ابهام د دې تړون په موقتوالي دلالت کوي.
د هند یو مشهور څیړونکي Rajiv Dogra د ډیورنډ فرضي کرښې په تړاو یو کتاب لیکلی، چې عنوان یې (د پښتنو په ړزه تېره شوې کرښه) ورته ټاکلی. افغان خبریالان او ویاندویان چې کله د دې کرښې په اړه ذکر کوي، نو دوی ورته د فرضي کرښې نوم اخلي، چې مانا یې یوه غیر رسمي او نا منلې کرښه ده. خو پاکستان لوري بیا ورته بارډر یا سرحد نوم اخلي.
ځینو څېړنو دا هم ثابته کړې، چې ګڼ بریتانوي او افغان تاریخ پوهان داسې اسناد او شواهد لري چی بـرتانویانو د پاکستان تر جـوړولو پـوری د ډیورنډ دېن فرضي کرښې ته د بین المللی لیکی په سترګه نه وو کتلی.
د پاکستان له رامنځ ته کیدو راوروسته پاکستان پر لپسې توګه له بیلا – بیلو لارو د وخت پر افغان حکومتونو فشار راوړی چې د ډیورنډ کرښه دې د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي سرحد په توګه تایید کړي؛ خو تر اوسه هیڅ افغان حکومت دا فرضي کرښه د یو رسمي سرحد په توګه نده تسلیم کړې.

ډیورنډ فرضي کرښه چې ۱۳۱ کاله پخوا د همدې نومبر میاشت کې یې هوکړه لاسلیک شوې وه، لا هم یوه توده موضوع ده! : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Insight