
د 2026 کال جنوري په وروستیو نېټو کې د ټولنیزو رسینو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي پخواني استازي ښاغلي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمې، په ځانګړې توګه تورخم او بولدک تر اټکه، د افغانستان خاوره ګڼل کېږي او ټینګار یې کړی، چې پاکستان به خامخا یوه ورځ دغه سیمې افغانستان ته وسپاري. خو د فکټ کریسنډو څېړنه ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا دروغ درسته نده ده او زلمي خلیلزاد د ډیورڼد فرضي کرښې په اړه داسې الفاضو کومه خبره نده کړې، څه ډول یې چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا کړې، بلکې د یوې پوښتنې په ځواب کې یې د ډیورنډ فرضي کرښې تاریخي شخړې په اړه ویلي، باید یو حل ولري…
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې د زلمي خلیزاد له قوله لیکلي دي: «خلیلزاد: تورخم، بولدک او تر اټک پورې خاوره د افغانستان ده او پاکستان به خامخا یوه ورځ دا سیمې افغانستان ته سپاري.»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا درسته نده. ښاغلي زلمي خلیلزاد د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه داسې کوم څه ندي ویلي، څه ډول چې ادعا شوې، بلکې نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، «د ډیورنډ فرضي کرښې پر سر شخړه باید یو حل ولري، خو یو داسې حکومت ته اړتیا ده، چې د خلکو ملاتړ له ځان سره ولري…».
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل، بیا مو د ښاغلي زلمي خلیلزاد ټویټر اکونټ هم سکرول کړ. د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې شوې ادعا ناسمه ده.
تر ټولو لومړی موږ هغه مرکه وموندله، چې یو پاکستاني خبریال (ډاکټر پیرزاده) له ښاغلي زلمي خلیلزاد سره د 2025 کال جولای میاشت کې کړې وه. موږ د دې مرکې ټول متن ولوست او هغه برخه مو وموندله، چې له خلیلزاد د ډیورنډ فرضي کرښې تاریخي شخړې په اړه ورځیني خبریال پوښتنه کړې ده. خبریال پوښتلې، چې … ایا تاسو فکر کوئ چې افغانستان او پاکستان کولی شي د ډیورنډ فرضي کرښې تاریخي ستونزې حل ته ورسیږي؟
ښاغلي خلیلزاد ورته په ځواب کې ویلي: باید یو حل شتون ولري، باید شتون ولري…

د همدې مرکې دغه برخه چې د ډیورنډ فرضي کرښې شخړې په اړه پکې یادوونه شوې ده، اریانان نیوز هم په یو راپور کې راخیستې، چې عنوان یې (د ډیورنډ فرضي کرښې ته باید یو حل شتون ولري، خلیلزاد) دی، تاسې یې له لاندې توګه کتلی شئ.

ورته خبره طلوع نیوز هم په یو راپور کې تفصیل کړې ده، چې په لاندې توګه یې کتلی او لوستلی شئ.

خو د دې سربېره موږ د ښاغلي زلمي خلیلزاد رسمي ایکس اکونټ هم سکرول کړ او داسې کوم پوسټ یا شریک شوی لینک مو پیدا نکړ، چې هلته دې د زلمي خلیلزاد له قوله په داسې الفاظو خبره شوې وي، څه ډول یې چې ادعا شوې ده.
د زلمي خلیلزاد په اړه تر دې وړاندې هم ناسمه ادعا خپره شوې وه، چې فکټ کریسنډو پرې څېړنه کړې او تاسې یې (دلته) لوستلی شئ.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا درسته نده. ښاغلي زلمي خلیلزاد د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه داسې کوم څه ندي ویلي، څه ډول چې ادعا شوې، بلکې نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، «د ډیورنډ فرضي کرښې پر سر شخړه باید یو حل ولري، خو یو داسې حکومت ته اړتیا ده، چې د خلکو ملاتړ له ځان سره ولري…».
ایا زلمي خلیلزاد رېښتیا ویلي، چې تورخم، بولدک او تر اټک پورې خاوره د افغانستان ده او پاکستان به یوه ورځ دا سیمې خامخا افغانستان ته سپاري؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله:Missing Context

