ایا ښاغلي زلمي خلیلزاد رېښتیا ویلي، چې ډېر ژر به ټوله نړۍ اسلامي امارت (طالبان) په رسمیت وپیژني؟  

False National

د 2026 کال جنوري په وروستیو نېټو کې د ټولنیزو رسینو فیسبوک او ټیکټاک ګڼ شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي پخواني استازي ښاغلي زلمي خلیلزاد یوه مرکه کې ویلي، چې ډېر ژر به ټوله نړۍ افغانستان (د طالبانو حکومت) په رسمیت وپیژني. خو د فکټ کریسنډو څېړنه ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا دروغ ده او زلمي خلیلزاد داسې کومه خبره نده کړې.

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې د زلمي خلیزاد له قوله لیکلي دي: «زلمی خلیلزاد ویلي، ډیر ژر به ټوله نړي افغانستان په رسمیت وپیژني.»

Archive | + | Facebook Post

Archive | + | Facebook Post

Archive | + | TikTok Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر ټولنیزو رسنیو کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. هغه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې وایرل شوې ده او د راپور په شکل پرې غږ ثبت شوی دی، اصلاً د ۲۰۱۹ کال ده. همدا راز په ایکس کې خپله ښاغلي زلمي خلیلزاد یادې ادعا ته په ریپلي (جواب) کې لیکلي «This is a fake report» یعني دا خبر جعلي دی. 

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او د دې تر څنګ مو له یادې ادعا سره د وایرل شوې ویډیو څو منظم سکرین شاټونه په ګوګل ایمج کې سرچ کړل. د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې شوې ادعا دروغ ده. 

تر ټولو لومړی هغې ویډیو ته چې عین ادعا ورسره په ایکس کې شوې ده، خپله زلمي خلیلزاد دغه پوسټ ته ریپلی کړې ده او ورته یې لیکلي، چې دغه خبر جعلي دی. 

ارشیف

د دې تر څنګ موږ ویډیو ته زیر شو او په ویډیو مو ولېدل، چې لیکل شوي US EMBASSY. دا ویډیو اصلاً شاوخوا ۶ کال پخوا نشر شوې، چې ښاغلي زلمي خلیلزاد هغه وخت کې د افغان سولې په اړه خپل پیغام ورکړی وو.

تاسې کولی شئ، له ازادي راډیو ویبسایټ څخه د نوموړي دغه پیغام او ویډیو تماشه کړئ. 

ارشیف

موږ همدا راز د ښاغلي زلمي خلیلزاد رسمي ایکس اکونټ د جنوري تر لومړۍ نېټې سکرول کړ او دا کوم پوسټ یا شریک شوی لینک مو پیدا نکړ، چې هلته دې د زلمي خلیلزاد له قوله داسې کومه خبره شوې وي. 

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر ټولنیزو رسنیو کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. هغه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې وایرل شوې ده او د راپور په شکل پرې غږ ثبت شوی دی، اصلاً د ۲۰۱۹ کال ده. همدا راز په ایکس کې خپله ښاغلي زلمي خلیلزاد یادې ادعا ته په ریپلي (جواب) کې لیکلي «This is a fake report» یعني دا خبر جعلي دی. 

Avatar

سرلیک: ایا ښاغلي زلمي خلیلزاد رېښتیا ویلي، چې ډېر ژر به ټوله نړۍ اسلامي امارت (طالبان) په رسمیت وپیژني؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *