ایا ملا برادر او  او زلمي خلیلزاد له ډیورنډ فرضي کرښې رېښتیا لېدنه کړې ده؟

False International

د 2026 کال جنوري په وروستیو نېټو کې د ټولنیزو رسینو ګڼ شمېر فیسبوک کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد او د ریاست الوزاء اقتصادي مرستیال ملا برادر په ګډه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې له یو شمېر سیمو لېدنه کړې ده. خو د فکټ کریسنډو څېړنه ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا دروغ ده او تر دا مهال یادو لوړو پوړو چارواکو او سیاسي څېرو په ګډه د ډیورڼد له فرضي کرښې د لېدنې په اړه څه ندي ویل شوي او د زلمي خلیلزاد او ملا برادر ګډ وایرل شوی انځور په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی دی. 

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې د زلمي خلیزاد او ملا برادر له یو ګډ انځور سره لیکلي دي: «ملا برادر او  او زلمي خلیلزاد له ډیورنډ فرضي کرښې لېدنه وکړه

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. تر دا مهال زلمي خلیلزاد او ملا برادر په ګډه د ډیورنډ فرضي کرښې څخه کومه لېدنه نده ترسره کړې او وایرل شوی انځور اصلاً په مصنوعي‌ځیرکتیا جوړ شوی دی. 

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل، بیا مو د ښاغلي زلمي خلیلزاد ټویټر اکونټ او د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت رسمي ویبسایټ مو سکرول او وڅېړل. د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې شوې ادعا دروغ ده. 

موږ د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت له رسمي ویبسایټ څخه، چې مشري ملا عبدالغني برادر کوي، لېدنه وکړه. هلته مو د ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل، چې له ملا عبدالغني برادر سره د زلمي خلیلزاد یوازې دوه خبرونه/راپورونه ترلاسه شول. لومړی تاسې دغه دوه ترلاسه شویو خبرونو/راپورونو مشاهده کولی شئ او د تفصیل په نورو برخو کې لوستلی شئ.

ارشیف

یو خبر د ۲۰۲۵ کال سپټمبر په ۱۳مه تر (د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د دلتا انټرنشنل کمپنۍ له اجرائیوي رئیس سره وکتل) لاندې خپور شوی، چې د (ډیورنډ فرضي کرښې څخه د لېدنې) په اړه کومه خبره پکې نشته.

ارشیف

بل خبر د ۲۰۲۵ اکتوبر په ۲۵مه تر (د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سره وکتل) لاندې خپور شوی، چې په دې خبر کې هم د (ډیورنډ فرضي کرښې څخه د لېدنې) په اړه کومه خبره پکې نشته.

ارشیف

خو د دې سربېره موږ د ښاغلي زلمي خلیلزاد رسمي ایکس اکونټ هم سکرول کړ او داسې کوم پوسټ یا شریک شوی لینک مو پیدا نکړ، چې هلته دې د زلمي خلیلزاد له قوله له ډیورنډ فرضي کرښي څخه د لېدنې په اړه کوم خبر یا څه شریک شوي وي. 

د زلمي خلیلزاد په اړه تر دې وړاندې هم ناسمه ادعا خپره شوې وه، چې فکټ کریسنډو پرې څېړنه کړې او تاسې یې (دلته) او (دلته) لوستلی شئ. 
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. تر دا مهال زلمي خلیلزاد او ملا برادر په ګډه د ډیورنډ فرضي کرښې څخه کومه لېدنه نده ترسره کړې او وایرل شوی انځور اصلاً په مصنوعي‌ځیرکتیا جوړ شوی دی.

Avatar

ایا ملا برادر او او زلمي خلیلزاد له ډیورنډ فرضي کرښې رېښتیا لېدنه کړې ده؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *