
په ټولنیزو رسنیو کې د فیسبوک یو شمېر کاروونکو د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۲مه د نیلسن منډیلا له قوله خپلو پوسټونو کې یوه کېسه لیکلې او ادعا یې کړې، چې ګواکې کله چې نیلسن منډیلا ولسمشر شو نو یوه ورځ یې د زندان هغه ساتونکی، چې د ده پر سر به ادرار کول، د غرمې ډوډۍ ته دعوت کړی وو، تر څو خلکو ته دا پیغام او درس ورکړي، چې غچ اخیستل ملتونه نه جوړوي او بښنه ملتونه جوړوي.
فکټ کریسنډو د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغې ادعا ته بشپړه کتنه کړې، چې تاسې یې لوستلو ته رابولو!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ.

رېښتیا څه دي؟
که څه هم د نیلسن منډیلا د زړه سواندۍ، ازادۍ او بښنې په اړه ډېر اثار موجود دي، خو د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده. ځکه چې د نوموړي له لوري مشهور کتاب (Long Walk to Freedom)، انلاین ډیټابیسونو، د سویلي افریقا دولتي خبري آژانسونو ټولګو، نیلسن منډیلا فونډیشن ویبسایټ او نورو اړوند منابعو کې دا کیسه تر اوسه نشته.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده؟
موږ لومړی د نیلسن منډیلا له لوري مشهور کتاب (Long Walk to Freedom)، pdf ورژن کې د ادعا اړود کلیدي توري سرچ کړل،، چې هلته مو دا ډول کېسه ونه موندله.
د نیلسن منډیلا مشهور کتاب (Long Walk to Freedom) کې د هغه ماشومتوب، زده کړو، سیاست، د زندان ژوند او بیرته خوشې کېدو اړوند لیکل او کېسې شوي دي.

موږ همدا راز د نوموړي اړوند کېسو او اثارو انلاین ډیټابیسونو هم وپلټل، چې هلته ته هم داسې څه پیدا نشول، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا ملاتړ وکړي.
د دې تر څنګ د سویلي افریقا دولتي خبري آژانسونو ټولګو، نیلسن منډیلا فونډیشن ویبسایټ او نورو اړوند منابعو کې هم داې کیسه نده ذکر شوې، چې د شوې ادعا ملاتړ وکړي.

تاسې کولی شئ د Africa Check ویبسایټ کې هم په دې اړه انګلیسي ژبه کې بررسي او څېړنه وګورئ، چې هغوی هم په پایله کې لیکلي، چې د نیلسن منډیلا په اړه هغه کېسه چې ګواکې کله چې نیلسن منډیلا ولسمشر شو نو یوه ورځ یې د زندان هغه ساتونکی، چې د ده پر سر به ادرار کول، د غرمې ډوډۍ ته دعوت کړی وو، تر څو خلکو ته دا پیغام او درس ورکړي، چې غچ اخیستل ملتونه نه جوړوي او بښنه ملتونه جوړوي، غلته بللې ده.

پایله: د فکټ کریسنډو کتنې وښودله، چې که څه هم د نیلسن منډیلا د زړه سواندۍ، ازادۍ او بښنې په اړه ډېر اثار موجود دي، خو د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده. ځکه چې د نوموړي له لوري مشهور کتاب (Long Walk to Freedom)، انلاین ډیټابیسونو، د سویلي افریقا دولتي خبري آژانسونو ټولګو، نیلسن منډیلا فونډیشن ویبسایټ او نورو اړوند منابعو کې دا کیسه تر اوسه نشته.

ایا منډیلا د زندان هغه ساتونکی چې د هغه په سر به یې ادرار (متیازې) کولې، رېښتیا د غرمې ډوډۍ ته بللی و؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False