
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، د 2026 کال فبروري په وروستیو کې اسراییلو ته د اړیکو تینګښت په موخه سفر وکړ. د دې سفر په لړ کې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دغه هېواد په پارلمان کې مودي ته د ښه راغلاست وینا وکړه. د نتیاهو دغې وینا ته مطلوب یوه ویډیو، د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک کاروونکو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې نتنیاهو ویلي، چې اسراییل د طالبانو مشر ملا هبت الله د ستراتیژیک ملګري په توګه پیژني. خو د دې ویډیو په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده. له ادعا سره خپره شوې ویډیو اصلاً ایډیټ شوې ده او په اصل ویډیو او وینا کې هیڅ داسې خبره نده شوې.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له دغې ویډیو سره لیکلي دي: «بنیامین نتنیاهو: ملا هیبت الله د اسراییلو ستراتیژیک ملګری دی، ځکه چې هغه د هند ستراتیژیک ملګری دی».

Archive | + | Facebook Post
Archive | + | Facebook Post
Archive | + | Facebook Post
رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له ادعا سره خپره شوې ویډیو اصلاً ایډیټ شوې، او په اصل ویډیو او وینا کې د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو د طالبانو یا د افغانستان په اړه هیڅ داسې خبره نده کړې.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو د ویډیو پر پر څو منظم سکرین شاټونو ګوګل ایمیج لټون هم پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه ادعا ناسمه ده او وایرل شوې ویډیو اصلاً ایډیټ شوې ده.
موږ لومړی د بشپړې وینا هغه اصلي ویډیو پیدا او په دقت سره واورېدله، چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د اسراییلو په پارلمان کې د هند لومړي وزیر وروستي سفر په وخت کې ترسره کړې ده. په دې بشپړه وینا کې موږ هیڅ داسې کومه خبره پیدا نکړه او وا مو نه ورېدله، چې ګواکې د طالبانو یا د افغانستان په اړه یې کړې وي.
همدا راز د لا ډېر دقت په موخه مو د دغې وینا بشپړ متن د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت ویبپاڼه کې پیدا کړ. دغه متن هم موږ په ډېر دقت سره ولوستلو، خو داسې کومه خبره پکې ونه موندل شوه، چې له شوې ادعا سره دې سمون وخوري. تاسې کولی شئ د نتنیاهو د وینا دغه بشپړ متن (دلته) ولولئ.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له ادعا سره خپره شوې ویډیو اصلاً ایډیټ شوې، او په اصل ویډیو او وینا کې د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو د طالبانو یا د افغانستان په اړه هیڅ داسې خبره نده کړې.
ایا د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو، رېښتیا ویلي، چې طالبان یې ستراتیژیک ملګري دي؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

