ایا ایران رېښتیا پاکستان کې د ملل متحد دفتر ویشتی دی؟ 

International Misleading

د ایران – اسراییلو، امریکا ترمنځ وروستیو نښتو په لړ کې د ۲۰۲۶ کال مارچ پیل سره د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو یو انځور له دې ادعا سره خپور کړ، چې ګواکې دا په پاکستان کې د ملل متحد پر دفتر د ایران برید دی. دغه ادعا په متن شکل هم په پراخه کچه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لخوا شوې ده. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري. کوم ویجاړی او تاوتریخوالی چې په پاکستان، کراچۍ کې د امریکا کونسلګرۍ او د ملګرو ملتونو د ماموریت اړوند ګلګت ساحوي دفتر پر وړاندې رامنځته شوی دی، د ایران په برید کې نه، بلکې د ایران په ملاتړ د پاکستاني عوامو د لاریونونو په پایله کې شوی دی. 

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره یا هم همداسې ساده متن له مخې لیکلي دي: «ایران په پاکستان کې د ملل متحد دفتر ویشتی».

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. ایران په پاکستان کې تر دا مهال د ملل متحد دفتر ندی ویشتی، بلکې هلته د ایران په ملاتړ پاکستاني عوامو د لاریونونو په پایله کې د امریکا کونسلګرۍ باندې ورغلي او همدا راز د ملګرو ملتونو یو ساحوي دفتر ته یې اور اچولی دی.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو پر خپاره شويو انځورونو ګوګل ایمیج لټون هم پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه انځورونه غیر اړوند او ادعا نادرسته ده.

تر ټولو لومړی تاسې کتلی شئ، چې تازه UN Peacekeeping له رسمي ایکس پاڼې په ګلګت سیمه کې د دوی دفتر ته د عوامو له لوري داور اچولو پوسټ کړی دی. او دوی لیکلي دي، د هند او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت UNMOGIP تاییدوي چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې په ګلګت او سکردو کې د دوی ساحوي مرکزونه د ایران د شخړې پورې اړوند لاریونونو په جریان کې ویجاړ شوي او سوځول شوي دي.

ارشیف

همدا راز د ځینو پوسټونو سره چې کوم انځور خپور شوی دی، په پاکستان پورې تړاو نلري، بلکې د ایران په بندر عباس کې چې 2025 کې کومه چاودنه او اور لګېدنه رامنځته شوې وه، د هغې یوه صحنه ښیي. 

ارشیف

د دې ترڅنګ په کراچۍ کې چې د امریکا په کونسلګري د ایران په ملاتړ پاکستاني عوام ورغلي دي او هلته لاریون په تاوتریخوالي اوښتی دی، په لاندې توګه کتلی او لوستلی شئ. 

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې ایران په پاکستان کې تر دا مهال د ملل متحد دفتر ندی ویشتی، بلکې هلته د ایران په ملاتړ پاکستاني عوامو د لاریونونو په پایله کې د امریکا کونسلګرۍ باندې ورغلي او همدا راز د ملګرو ملتونو یو ساحوي دفتر ته یې اور اچولی دی.

Avatar

ایا ایران رېښتیا پاکستان کې د ملل متحد دفتر ویشتی دی؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *