ایا د ډنمارک لومړۍ وزېرې رېښتیا د ټرمپ پر هغې خبرې خندلي، چې ویلي یې دي «We Need Greenland»؟ 

False International

د ټولنیزو رسینو فیسبوک یو شمېر کاروونکو ډانلډ ټرمپ او د ډنمارک لومړۍ وزېرې ته مطلوب یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې د ډنمارک لومړۍ وزېرې د ټرمپ پر هغې خبرې خندا کړې، چې ویلي یې دي «We Need Greenland». خو د فکټ کریسنډو څېړنه ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا دروغ ده. د ډنمارک د لومړۍ وزېرې (Mette Frederiksen) خندا د ډانلډ ټرمپ پر کومې خبرې پورې نده، بلکې هغې په 2019 کې د اوښ او فیل کېسې بیانولو په وخت کې خندلي دي.

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې له دغې ویډیو سره لیکلي دي: «په ټرمپ پورې د ډنمارک د لومړۍ وزیرې خندا…»

Archive | + | Facebook Post

Archive | + | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر ټولنیزو رسنیو کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. د ډنمارک د لومړۍ وزېرې (Mette Frederiksen) خندا د ډانلډ ټرمپ پر کومې خبرې پورې نده، بلکې هغې په 2019 کال کې د اوښ او فیل کېسې بیانولو په وخت کې خندلي دي.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او د دې تر څنګ مو له یادې ادعا سره د وایرل شوې ویډیو څو منظم سکرین شاټونه په ګوګل ایمج کې سرچ کړل. د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې شوې ادعا دروغ ده. 

د CGTN له ویبسایټ څخه همدا ویډیو او ورسره راپور په 2019 اکتوبر کې خپور شوی او هلته ورسره په تفصیل سره د خندا علت ښودل شوی دی، چې د ډنمارک د حکومت له لوري د فیل او اوښ د اخیستو په کېسې پورې اصلاً خندا شوې ده. 

ارشیف

همدا راز Cadena SER رسمي یوټیوب چینل څخه د ډنمارک د لومړۍ وزېرې (Mette Frederiksen) د خندا ویډیو په 2019 کال خپره شوې ده، چې د  اوښ او فیل کېسې په اړه یې پارلمان کې کړې ده. تاسې کولی شئ، د نوموړې خندا په لاندې توګه مشاهده کړئ. 

ارشیف

د دې تر څنګ موږ وموندل، چې ترمپ د (Greenland) په اړه خبره همدې 2026 کې کړې، په داسې حال کې، چې د ډنمارک لومړۍ وزېرې (Mette Frederiksen) خندا په 2019 کې ریکارډ شوې او خپره شوې ده. 

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر ټولنیزو رسنیو کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. د ډنمارک د لومړۍ وزېرې (Mette Frederiksen) خندا د ډانلډ ټرمپ پر کومې خبرې پورې نده، بلکې هغې په 2019 کال کې د اوښ او فیل کېسې بیانولو په وخت کې خندلي دي.

Avatar

ایا د ډنمارک لومړۍ وزېرې رېښتیا د ټرمپ پر هغې خبرې خندلي، چې ویلي یې دي «We Need Greenland»؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *