
د ۲۰۲۶ کال پیل سره د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د یو انځور په خپرولو سره ادعا وکړه، چې ګواکې د نوي کال (۲۰۲۶) جشن پر مهال د امریکا یو ښار کې چاودنه وشوه. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او خپور شوی انځور د مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) په وسیله جوړ شوی دی.
دا چې بشپړ حقیقت څه دی، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره خپلو پوسټونو کې لیکلي دي: «د نوي کال د نمانځنې پر مهال د امریکا په یو لوی ښار کې څو ناڅاپي چاودنې وشوې».

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. د ۲۰۲۶ نوي کال جشن پر مهال امریکا کې کومه چاودنه نده شوې او خپور شوی انځور اصل کې په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) جوړ شوی دی.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده او وایرل شوی انځور په (Gemini) جوړ شوی دی؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو خپور شوي انځور په دقت سره وکتلو. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې وایرل شوی شوی انځور د مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) په وسیله جوړ شوی دی او شوې ادعا دروغ ده.
موږ په ګوګل سرچ انجن کې د «A Bomb Blast in United States 2026» کلیدي توري وپلټل، چې هلته موږ هیڅ داسې خبر ونه موند، چې شوې د شوې ادعا ملاتړ وکړي.

د دې تر څنګ موږ چې کله له ادعا سره خپور شوی انځور په دقت سره وکتلو، نو ومولېدل، چې په انځور د (Gemini) لوګو یا نښه شته دی، چې دا په دې مانا چې دغه انځور په مصنوعي ځیرکتیا په ځانګړې توګه د (Gemini) په واسطه جوړ شوی دی.
تاسې کولی شئ په لاندې انځور کې د جمنای لوګو وګورئ.

د دې تر څنګ موږ د امریکایي رسنیو راپورونه هم ولوستل، تر څو پوه شو، په امریکا کې د 2026 نوي کال د نمانځنې مراسم یا نورې پېښې وښیي. موږ ولوستل، چې اصلاً په دغه وروځو کې په امریکا کې کومه چاودنه نده شوې، بلکې نورې د خوښیو د نمانځنې او د نوي کال جشنونو په اړه راپورونه شته وو.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ۲۰۲۶ نوي کال جشن پر مهال امریکا کې کومه چاودنه نده شوې او خپور شوی انځور اصل کې په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) جوړ شوی دی.
ایا رېښتیا په امریکا کې د ۲۰۲۶ نوي کال نمانځنې پر مهال چاودنه شوې ده؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

