ایا رېښتیا د افغانستان په دایکندي ولایت کې د ژمي تر راتلو مخکې لومړنۍ واوره ورېدلې؟

False National

د ۲۰۲۴ کال روانې نومبر میاشتې له تیرو څو ورځو راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې یو انځور له دې ادعا سره خپریږي، چې د افغانستان په دایکندي ولایت کې د ژمي تر راتلو مخکې لومړنۍ واوره وشوه. خو ایا هغه انځور چې د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو په دایکندي ولایت کې د لومړنۍ او تر ژمې وړاندې د واورې ورېدو له ادعا سره خپور کړی، رېښتیا او تازه انځور دی؟ راځئ چې د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې یې ولولو چې رېښتیا څه دي!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو له لوري د ادعا او پوسټونو څو بېلګې په لاندې ډول وګورئ:

Archive + Facebook Post

Archive + Facebook Post

Archive + Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

دغه انځور، چې اوس د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا په دایکندي ولایت کې د سږ کال ژمي تر راتلو مخکې د واورې ورېدو له ادعا سره خپور کړی، د Flickr ویبسایټ په حواله دغه انځور اصلاً په February 7, 2011 کې اخیستل شوی او په April 24, 2021 کې د Flickr پر ویبسایټ خپور شوی، چې کریډیټ یې Iqbal Ahmad Oruzgani انځور اخیستونکي ته ورکړل شوی.  او همدا راز د هوا حالاتو اټکلیزو معلوماتو په اساس په یاد ولایت کې د سږ کال ژمي په رارسیدو سره تر دې مهاله واوره نده ورېدلې. 

د حقیقت څېړنه:

موږ لومړی د په عموم کې د افغانستان او په ځانګړې توګه په دایکندي ولایت کې د سږ کال ژمي لومړۍ واورې ورېدو په اړه کلیدي توري وپلټل، چې اصلاً داسې کوم خبر شتون نه درلود. او بیا مو خپور شوی انځور په ګوګل ایمیج کې سرچ کړ، چې موږ وموندله دغه انځو اصلاً ۲۰۱۱ کال کې اخیستل شوی او د Flickr سایټ څخه په ۲۰۲۱ کې خپور شوی دی. او همدا راز موږ د هوا حالاتو اټکلیزو مالوماتو په سایټونو کې د اکتوبر او روانې نومبر میاشتې هوا حالات وکتل، چې اصلاً په دایکندي ولایت کې داسې څه ندي پیخ شوي، څه ډول چې ادعا شوې. 

موږ کولی شو، د دې انځور او ادعا څېړنه په دوو برخو په ډېر ساده ډول واضح کړو.

د انځور په اړه:

د Flickr ویبسایټ په حواله دا انځور په February 7, 2011 کې اخیستل شوی او په April 24, 2021 کې د Flickr پر ویبسایټ خپور شوی، چې کریډیټ یې Iqbal Ahmad Oruzgani انځور اخیستونکي ته ورکړل شوی.

دوهم، د هوا حالاتو اټکلیزو مالوماتو له مخې:

د MSN هوا حالاتو اټکلیزو مالوماتو له مخې د روانې نومبر او تېرې میاشتې اکتوبر پر مهال دایکندي ولایت کې د واورې ورېدو کومه وړاندوینه نه وه شوې، چې تاسې یې په لینک او سکرین شاټ کې مشاهده کولی شئ:

ستاسو د معلوماتو په خاطر غواړو یادوونه وکړو، چې د افغانستان په اکثریت سیمو او ولایتونو کې هر کال واوره وریږي، چې د هغوی له جملې، بدخشان، نورستان، کونړ، ننگرهار، لغمان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، غزني، تخار، کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، میدان‌وردګ، بامیان، سمنگان، دایکندي، غور، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس او هرات یادوولی شو.

پایله:د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، دا انځور په دایکندي ولایت کې د سږ کال ژمي تر راتلو مخکې د واورې ورېدو ندی، بلکې د Flickr ویبسایټ په حواله دا انځور په February 7, 2011 کې اخیستل شوی او په April 24, 2021 کې د Flickr پر ویبسایټ خپور شوی، چې کریډیټ یې Iqbal Ahmad Oruzgani انځور اخیستونکي ته ورکړل شوی.  او همدا راز د هوا حالاتو اټکلیزو معلوماتو په اساس په یاد ولایت کې د سږ کال ژمي په رارسیدو سره تر دې مهاله واوره هم نده ورېدلې.

Avatar

ایا رېښتیا د افغانستان په دایکندي ولایت کې د ژمي تر راتلو مخکې لومړنۍ واوره ورېدلې؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *