په دې وروستیو کې د افغان کرېکټ مشهور توپ اچوونکی راشد خان د مړینې ادعا په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده.

په ادعا کې راغلي چې ګواکې ښاغلی راشد خان په عربي متحده اماراتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله مړ شوی دی.

فېسبوک پست ادعا کوي:

« تکړه افغان توپ اچوونکی په اماراتو کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شوی دی.»

تاسو کولای شئ دا

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چېد ټولنیزو رسنیو ادعاوې ناسمې دي او د کرکټ لوبغاړی راشد خان په ترافیکي پېښه کې نه دی ټپي شوی.

د حقیقت معاینه

مونږ د دې ادعا په تړاو په نوموړی عکس پلټنه تر سره کړه. مګر د دې ادعا په تړاو مو هېڅ کوم خبر ونه مونده. له بلې خوا مونږ د ښاغلي راشد خان اړوند د ټولنیزو رسنیو پاڼې هم ولیدلې او ومو موندله چې هغه په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت لري.

رشيد خان انسټاګرام

موږ مخکې هم د راشد خان په اړه د دروغو ادعاوو حقیقتونه چک کړي دي. تاسو کولی شئ لاندې وګورئ:

FC Rashid Khan

که داسې څه پیښه شوې وای نو د رسنیو له لارې به په دې اړه خورا ډېر خبرونه خپریدل. خو مونږ د دې پېښې په اړه یو خبر هم ونه مونده.

همدارنګه د داسې کومې پیښې په اړه کوم رسنۍ راپور نه لري لکه څنګه چې په ټولنیزو رسنیو کې ادعا شوې. له بلې خوا د افغانستان کرېکټ بورډ په وېبپاڼو او ټولنیزو رسنیو پاڼو کې داسې کوم خبر نه دی خپور شوی.

موږ د خراب شوي موټر په عکس کې چې په ټولنیزو رسنیو کې شریک کیږي د ګوګل د عکس العمل لټون هم پلي کړ. موږ ولیدل چې عکس زوړ دی او وروسته له هغه اخیستل شوی کله چې د 2020 کال په جون میاشت کې یو بل افغان کریکټ لوبغاړی افسر ځاځی په موټر کې په ټکر کې ټپي شو.

Thesun.com Archived Link

پایله

له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې د راشد خان د مړینې ادعاوې په بشپړ ډول دروغ او ناسم دي. تر اوسه داسې کومه پېښه نه ده را منځ ته شوې.

Avatar

سرلیک: افغان کرېکټ لوبغاړی راشد خان ترافيکي پېښه نه ده شوې

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False