د بګرام په اړه د امریکا څرګندونو ته د چین غبرګون په ناسم ډول خپور شوی دی. 

International Misleading

د ۲۰۲۵ کال سپټمبر میاشت کې کله چې د امریکا له لوري د بګرام په اړه څرګندوونې زیاتې شوې، نو د سیمې هېوادونو او سیاسي مشرانو یې په اړه غبرګونونه هم وښودل شول. په همدې وخت کې چین هم د امریکا د ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونو ته غرګون وښود، چې ویل یې بګرام د دوی لپاره مهم دی او باید ورته وسپارل شي. د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د چین غبرګون په داسې ډول خپور کړ، چې ګواکې چین ویلي، امریکا ته اجازه نه ورکوي، تر څو افغانستان ته راشي او بګرام ونیسي. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو د چین د بهرنیو چارو وزارت غبرګون په ناسم ډول تشخیص او خپور کړی دی.

د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو دا څېړنه ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی د خپلو پوسټونه متن کې لیکلي: «چین ټرمپ ته؛ اجازه نه درکو، چې بیا افغانستان او هغه هم بګرام ستاسې شي».

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. چین په غوڅ ډول ندي ویلي، چې امریکا ته د بګرام بیرته نیولو اجازه نه ورکوي، بلکې د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان یو ساسي دریځ ښودلی او ویلي یي دي، چین د افغانستان خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او د هېواد راتلونکی باید د افغانانو لخوا وټاګل شي…

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده؟

موږ د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او اړوند خبرونه او راپورونه مو ولوستل او وموندل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې تېرې سپټمبر میاشت کې د بګرام په اړه را پورته شوې موضوع کې چین خپل غبرګون په هغه ډول چې د فیسبوک کاروونکې یې په غوڅ ډول ادعا کړې، ندی ښکاره کړی، بلکې یو سیاسي دریځ یې ښکاره کړی دی.

افغانستان انټرنشنال ټلویزیون د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان همغه ویډیو پر خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې، چې د امریکا له لوري د بګرام بیرته نیولو څرګندونو په اړه یې غبرګون ښودلی وو.

افغانستان انټرنشنال ټلویزیون د دې ویډیو سره لیکلي: … د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په سیمه کې تاوتریخوالي ته لمن وهل د خلکو ملاتړ له ځان سره نلري…

ارشیف

د Global Times رسمي ایکس پاڼې د چین د بهرنیو چارو وزارت د غبرګون متن کې لیکلي: … چین د افغانستان خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او د هیواد راتلونکې باید د افغانانو لخوا وټاکل شي.

ارشیف

د دې ترڅنګ بي بي سي هم خپل راپور کې د چین غبرګون نقل قول کړی، چې تاسې په راپور کې کتلی شئ.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې چین په غوڅ ډول ندي ویلي، چې امریکا ته د بګرام بیرته نیولو اجازه نه ورکوي، بلکې د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان یو ساسي دریځ ښودلی او ویلي یي دي، چین د افغانستان خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.

Avatar

د بګرام په اړه د امریکا څرګندونو ته د چین غبرګون په ناسم ډول خپور شوی دی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *