
په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو، خپریږي، چې په هغې کې نظامي شکل لرونکي ملخان ښکاري. د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو له دې ویدیو او د ویډیو له انځورونو سره ادعا کړې، چې ګواکې دا ملخان چین جوړ کړي، تر څو په استخباراتي او نظامي چارو کې ورځیني کار واخلي.
دا چې رېښتیا څه دي، نو راځي د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې یې ولولو!
تاسې لومړی د ټولنیزو رسنیو کاروونکو څو پوسټونه د بېلګې په توګه کتلی شئ:



رېښتیا څه دي؟
هغه ویډیو، چې په تولنیزو رسنیو کې له دې ادعا سره خپره شوې، چې ګواکې چین هېواد د استخباراتي او نظامي فعالیت لپاره دغه ډول ملخان جوړ کړي، حقیقت نلري، بلکې دغه ویډیو په ai یا مصنوعي ځیرکتیا باندې جوړه شوې.
د یادوونې په توګه یې ویلای شو، چې مصنوعي ځیرکتیا په اوس وخت کې ډېر پرمختګ کړی او امکان لري، چې دا ډول مصنوعي حشرات جوړ کړياو جوړ کړي یې هم دي، خو دغه ویډیو چې له پورته ادعا سره خپره شوې، اصلاً حقیقت نلري.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا دروغ ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او هیڅ داسې خبر په لاس رانغلو، چې د دې ادعا ملاتړ وکړي. بیا موږ له ویډیو څخه څو فریمونه (سکرین شاټونه) جلا کړل او هغه مو پر (AI Detector) باندې وکتل، نو هلته موږ ولیدل چې د ویډیو فریمونه په مصنوعيځیرکتیا جوړ شوي دي او یوه لنډه ویډیو یې ورځینې جوړه کړې ده.
موږ د ویډیو پر څو فریمونو (سکرین شاټونو) د (AI Detector) معاینه ترسره کړه، چې هلته پایله دا په لاس راغله، چې فریمونه اصلاً په بشپړ ډول په مصنوعي ځیرکتیا جوړ (Generate) شوي دي او تاسې په لاندې توګه مشاهده کولی شئ:
لومړی فریم:

دوهم فریم:

درېیم فریم:

څلورم فریم:

موږ همدا راز د ګوګل په سرچ انجن کې (China Develops Robotic Locusts for Intelligence Gathering) دا عنوان وپلټو او بیا مو د ویډیو برخه انتخاب کړه، نو لاندې پایلې موږ ته په لاس راغلې، چې اصلاً د شوې ادعا هیڅ ملاتړ په کې نه ښکاري:

همدا راز که تاسې دا ویډو په 0.25 سپیډ کې یو ځل وګورئ، نو تاسې ته خپله هم اندازه وشي، چې ویډیو کې ډېر نیمګړتیاوې موجود دي او ان ځیني وخت د ملخ د وجود یوه برخه ورکه شي او ځیني وخت له ملخ سره په څنګ کې د ولاړ جنګي ټانک خوله کږه شي:
پایله:
د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، هغه ویډیو، چې په تولنیزو رسنیو کې له دې ادعا سره خپره شوې، چې ګواکې چین هېواد د استخباراتي او نظامي فعالیت لپاره مصنوعي ملخان جوړ کړي، حقیقت نلري، بلکې دغه ویډیو په ai یا مصنوعي ځیرکتیا باندې جوړه شوې.
د یادوونې په توګه یې ویلای شو، چې مصنوعي ځیرکتیا په اوس وخت کې ډېر پرمختګ کړی او امکان لري، چې دا ډول مصنوعي حشرات جوړ کړياو جوړ کړي یې هم دي، خو دغه ویډیو چې له پورته ادعا سره خپره شوې، اصلاً حقیقت نلري.

ایا په دې ویدیو او انځورونو کې دغه ملخان رېښتیا هم چین جوړ کړي، تر څو په استخباراتي او نظامي چارو کې ورځیني ګټه واخلي؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False