
په ټولنیزو رسنیو کې د واده د یوې جوړې انځورونه له دې ادعا سره خپریږي، چې ګني، دا په چین کې د واده هغه جوړه ده، چې دوی د خپل واده مراسم د چین د یوه غره په لوړه څوکه کې په دې موخه نیولي وه، تر څو دوی د زیات لګښت مخنیوی وکړي او همدا راز دغه سخت ځای ته په راتګ او نه راتګ سره خپل اصلي دوستان وپیژني.
خو دا چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا څومره رېښتیا ده، راځئ دلته یې ولولو!
تاسې لومړی کولی شئ، چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاوونکو څو پوسټونه د نمونې په توګه په لاندې ډول مشاهده کړئ.

رېښتیا څه دي؟
دا غر د چایا په نوم یادیږي او د چین په (Zhumadian) ښار کې موقیعت لري، چې په اصل کې د یوې تلویزیوني خپرونې (Journey to the Wes) فلم کولو ځای په توګه مشهور دی او دلته د واده د جوړې اکثره یادګاري انځورونه اخلي، تر څو دوی برکتي شي. نه دا چې دوی د زیاتو خلکو د راتګ مخنیوی وکړي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو ذکر شویو کاروونکو ادعا تېر ایستونکې ده؟
موږ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري پر خپرو شویو انځورونو ګوګل سرچ ایمیج پلی کړ، چې هلته مو ډېر داسې شواهد ترلاسه کړل، چې یاد د دوی ادعا تېر ایستونکې ثابت کېدلی شي.
د getty images انځوریزې ایجنسي د همدې ځای همدغه انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي:یوه نوې واده شوې جوړه د چین په ژومادیان کې د چایا غره په نوم په یوه ښکلي ځای کې د یوې ډبرې څخه د کلیپ الې تار په وسیله ځړیدلې او د واده عکسونه یې واخیستل. دا غر د تلویزیوني خپرونې (لویدیځ ته سفر) د فلم کولو ځای په توګه مشهور دی. د دې شیبې د ځانګړي کولو لپاره، کارمندانو د نندارې د کرکټرونو په څیر جامې اغوستې وې ترڅو جوړې ته برکت ورکړي.

همدا راز تاسې د getty images ایجنسي ویبسایټ کې د دې نندارې نور انځورونه هم (دلته) کتلی شئ.

د alamy انځورونو مشهورې بلې ایجنسي هم د دې ځای او د واده جوړې دغه انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي: د چین د مرکزي ولایت هین په ژومادیان ښار کې د چایا غره د ښکلي ځای له یوې ډبرې څخه د نوي واده شوي چینایي جوړه د واده انځورونو لپاره تیاری ښیي.

پایله: د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې دا غر د چایا په نوم یادیږي او د چین په (Zhumadian) ښار کې موقیعت لري، چې په اصل کې د یوې تلویزیوني خپرونې (Journey to the Wes) فلم کولو ځای په توګه مشهور دی او د واده د جوړې اکثریت موخه دلته د یادګاري انځورونو اخیستل او دا او د برکتي کېدو وي، نه دا چې دوی د زیاتو خلکو د راتګ مخنیوی وکړي.

ایا رېښتیا په چین کې یوې جوړې د زیات لګښت مخنیوي او د دوستانو ازمایښت لپاره د خپل واده مراسم د غره په دې لوړ برخه کې نیولي وه؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading