په دې ویډیو کلیپ کې «چاچا پاکستاني» له افغانانو څخه نه، بلکې له پاکستاني عوامو څخه بښنه غوښتې ده. 

False International

د 2026 کال کرېکټ نړیوال شل اوریز روان جام سیالیو په لړ کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د (Chacha Pakistani) په نوم د پاکستان د لوبډلې سر سخت مینوال یوه ویډیو، له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې نوموړي په یو ویډیو کلیپ کې له افغانانو بښنه غوښتې ده. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې له ادعا سره وایرل شوې ویډیو ایډیټ شوې او په اصلي ویډیو کلیپ کې «چاچا پاکستاني» له افغانانو څخه نه، بلکې له پاکستاني عوامو څخه له دې امله بښنه غوښتې ده، چې له ډېر پخوا یې د پاکستان د کرېکټ لوبډلې لوبغاړي بابر اعظم ملاتړ کړی، خو تر اوسه یې هغسې کرېکټ نندارې ته ندی وړاندې کړی، چې تمه ترې کیږي.

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپاره شويو انځورونو سره خپلو پوسټونو کې لیکلي دي: «چاچا د افغانانو نه بښنه وغوښته.»

Archive | + | Facebook Post

Archive | + | Facebook Post

Archive | + | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. په حقیقت کې له ادعا سره وایرل شوې ویډیو ایډیټ شوې او په اصلي ویډیو کلیپ کې «چاچا پاکستاني» له افغانانو څخه نه، بلکې له پاکستاني عوامو څخه بښنه غوښتې ده.

موږ ولې وایو، چې له پورته ادعا سره وایرل شوې ویدیو ایډیټ شوې ده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو له ادعا سره د خپرې شوې ویډیو پر څو منظمو سکرین شاټونو ګوګل ایمج لټون پلی کړ. د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې د ټولینزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او له پورته ادعا سره خپره شوې ویډیو اصلاً ایډیټ شوې ده. 

موږ، چې کله د پاکستاني چاچا انسټاګرام او ټیکټاک اکونټ وپلټلو، نو هغه دغه ویډیو په خپل انسټاګرام او ټکټاک اکونټ کې هم اپلوډ کړې وه. موږ چې د هغه دغه کلیپ واورېدو، نو نوموړي په دې کلیپ کې له افغانانو څخه نه، بلکې له پاکستاني عوامو څخه له دې امله بښنه غوښتې ده، چې له ډېر پخوا یې د پاکستاني کرېکټر بابر اعظم ملاتړ کړی، خو تر اوسه یې هغسې کرېکټ نندارې ته ندی وړاندې کړی، چې تمه ترې کیږي.

د پاکستاني چاچا د انسټاګرام پوسټ (ارشیف ویډیو):

د پاکستاني چاچا د ټکټاک پوسټ (ارشیف ویډیو): 

@chachapakistani

Sorry

♬ Sad – Max-Music

همدا راز یو شمېر پاکستاني فیسبوک کاروونکو هم د پاکستاني چاچا ویډیو کلیپ خپور کړی، چې هلته اصلاً په ویډیو کې پاکستانی چاچا له پاکستاني عوامو بښنه غوښتې.

 

+ | ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. په حقیقت کې له ادعا سره وایرل شوې ویډیو ایډیټ شوې او په اصلي ویډیو کلیپ کې «چاچا پاکستاني» له افغانانو څخه نه، بلکې له پاکستاني عوامو څخه بښنه غوښتې ده.

Avatar

په دې ویډیو کلیپ کې «چاچا پاکستاني» له افغانانو څخه نه، بلکې له پاکستاني عوامو څخه بښنه غوښتې ده. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *