اصغر افغان، چې له ۲۰۱۵ کال جولای میاشتې تر ۲۰۱۹ کال فبرورۍ یې د افغانستان د ملي لوبډلې شل اوریزو سیالیو لوبډلمشري کوله او د نړۍ له هغو لوبډلمشرانو له څخه ډلې دی، چې د خپلې لوبډلمشرۍ په دوران کې یې تر نورو لوبډلمشرانو ډېرې شل اوریزه کرېکټ سیالۍ ګټلي دي. نوموړي خپله وروستۍ لوبه په ۲۰۲۱ کال فیبرورۍ میاشت کې د نمیبیا پر وړاندې ترسره کړه او له همدې لوبې وروسته یې رسماً د کرکټ له نړیوالو لوبو استعفاء ورکړه.

اوس تازه د ټولنیزو رسنیو (په ځانګړې توګه د فیسبوک) یو شمېر کاروونکو په دروغو ادعا کړې، چې اصغر افغان د زېمبابوۍ کرېکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکي یا کوچ ټاکل شوی دی.

تاسې کولی شئ، چې لاندې د (فیسبوک) د کاروونکو پوسټونه د دروغو له ادعاوو سره وګورئ:


  1. د فیسبوک پوسټ لینکد ارشیف لینک
  2. د فیسبوک پوسټ لینکد ارشیف لینک
  3. د فیسبوک پوسټ لینکد ارشیف لینک

د ټولنیزو رسنیو یادو کاروونکو د دې ادعاوو په اړه د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او لوبډلمشر اصغر افغان د زېمبابوۍ کرېکټ ملي لوبډلې کوچ یا روزونکی ندی ټاکل شوی او په دې تړاو شوې ادعاوې او خبرونه دورغ دي.

د حقېقت څېړنه:

موږ لومړی د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي اصغر افغان او د شوې ادعا اړوند کلیدي کلېمې ولټولې. موږ په ګوګل سرچ انجن کې هیڅ داسې کوم خبر یا راپور پیدا نکړ، چې ګواکې اصغر افغان دې د زېمبابوۍ کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د کوچ یا روزونکي په توګه ټاکل شوی وي.

موږ همدا راز د زېمبابوۍ کرېکټ بورډ رسمي ویب سایټ او د اصغر افغان د فیسبوک له اکونټ څخه هم لېدنه وکړه او ومولېدل، چې د روان ۲۰۲۴ کال اګسټ میاشتې په اوږدو کې تر نن ورځ (۲۹ اګسټ) پورې په دغه ویب سایټ او د اصغر افغان د فیسبوک پر رسمي اکونټ هیڅ داسې خبر نه وو خپور شوی. بیا موږ د یو فعال افغان ورزشي خبریال عبدالله سهاک له طریقه د اصغر افغان نږدې ملګري او میډیا منیجر امین خاطر سره د وټسپ له لارې اړیکه ونیوله او نوموړي د اصغر افغان په اړه یاده ادعا ښکاره دروغ وبلل. موږ د زېمبابوۍ کرېکټ بورډ ته هم رسماً ایمیل استولی، خو هغوی په دې اړه تر اوسه څه ندي ویلي.

د اصغر افغان په اړه د شوې جعلي ادعا ځیني حقیقتونه مشاهده کړئ:

تاسې کتلی شئ، چې د زېمبابوۍ د کرېکټ بورډ پر رسمي ویب سایټ د کورني او همدا راز بهرني خبرونو برخه کې د روانې اګسټ میاشتې راهیسي د اصغر افغان یا د نوي کوچ د ټاکل کېدو هیڅ خبر نشته.

د زېمبابوۍ د ویب سایټ کورني او همدا راز د بهرني خبرونو لینک – ارشیف لینک

همدا راز، د اصغر افغان پر رسمي فیسبوک اکونټ وروستي دوه پوسټونه، چې یو د همدې اګسټ میاشتې په ۲۵مه شوی او بل یې د اګسټ په ۱۶مه شوی دی، د کوچ یا روزونکي دندې په اړه ندي.

د اصغر افغان له رسمي اکونټ څخه د ۲۵م او د ۱۶م د اګسټ پوسټونو لینک – د ارشیف لینک

د افغان ورزشي خبریال له طریقه د اصغر افغان نږدې ملګري او نشراتي منیجر امین خاطر د وټسپ له لارې غږیز پیغام کې د اصغر افغان په اړه هم یاده ادعا ښکاره دروغ وبلل.

پایله:

د فکټ کریسینډو څېړنو وموندله، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی اصغر افغان د زېمبابوۍ کرېکټ ملي لوبډلې توپ وهنې کوچ یا روزونکی ندی ټاکل شوې او په دې اړه خپرې شوې ادعاوې دروغ دي او هیڅ حقیقت نلري.

Avatar

سرلیک: ایا رېښتیا هم اصغر افغان د زېمبابوۍ کرېکټ ملي لوبډلې توپ وهنې کوچ (روزونکی) ټاکل شوی؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading