د کابل په مريم لېسه نږدي د اور لګېدنې د پېښې په تړاو په ټولنيزو رسنيو کې يو پخوانی عکس خپور شو.

Misleading National

د رسنیو د راپورونو له مخې، په دې وروستیو سهار د کابل ښار د مريم لېسې ته څېرمه سیمه کې اور لګېدنې پېښه وشوه. د کابل په مريم لېسه نږدې د وروستۍ اور لګېدنې په تړاو په ټولنيزو رسنيو کې يو پخوانی عکس خپور شوی دی.

 تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ؛

فېسبوک فېسبوک 
آرشيف لینک  آرشيف لینک 

د ټولنیزو رسنیو پوسټونه ادعا کوي چې شریک شوی عکس د کابل په مریم لیسه نږدې سیمه کې  د اور لګېدنې وروستۍ پیښې پورې اړه لري.

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د فیسبوک ادعا غلطه ده او شریک عکس پخوانی دی.

 د حقیقت معاینه؛

د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو او شریک شوي عکس تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ په شریک شوي عکس کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کولو سره خپلې پلټنې پیل کړې.  د پلټنو په ترڅ کې مو وموندله چې شریک شوی عکس د کابل په مريم لېسه نږدې سیمه  کې د اور لګېدنې وروستۍ پېښې سره تړاو نه لري.

د پلټنو پر مهال، موږ وموندله چېورته عکس په ۲۰۱۷ کال  کې د سپوتنیک نیوز لخوا خپور شوی و. شریک شوی عکس د هغه پیښې پورې اړه لري کله چې په ۲۰۱۷ کال د دسمبر په مياشت کې د مریم عالي لیسې  نږدې سيمه بازار کې اور لګیدلی و.

 Sputnik News   آرشيف لینک 

له بلې خوا ورته عکس هم د کریم امین په نوم د فیسبوک یو کارونکي لخوا د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۲۲ خپور شوی و، په ورته وخت کې خبر ورکړل شوی و چې په کابل کې  اور لګېدلی پېښه شوې وه.

فېسبوک پوسټ     آرشيف لینک 

د راپورونو له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې د کابل ښار د مريم لېسې په سيمه کې د اور لګېدنې له امله د ليلام پلورنځي تر سلو ډېرې دروازې سوځېدلې وې.

پایله;

له همدې امله له پورته څېړنو څخه څرګنده ده چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د کابل په مریم لېسه نږدې سيمه کې د اور لګېدنې د وروستۍ پېښې په تړاو یو پخواني عکس  شریک کړي دي.  شریک شوی عکس د اور وژنې د بلې پیښې څخه دی چې په ۲۰۱۷ کال کې په ورته سیمه کې پیښ شوی و.

Avatar

سرلیک: د کابل په مريم لېسه نږدي د اور لګېدنې د پېښې په تړاو په ټولنيزو رسنيو کې يو پخوانی عکس خپور شو.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *