پخواني عکس د پاکستان په شمال لویدیځ کې یوې چاودنې په ادعا شریک شوی.

International Misleading

په ټولنیزو رسنیو کې یو عکس د له دې ادعا سره  سره شریک شوی چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې چاودنه شوې.  په عکس کې یو څو پولیس لیدل کیدی شي چې یو ټپي کس لیږدوي. 

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ؛

فېسبوک پوسټ  آرشيف لینک 

 د فیسبوک پوسټ ادعا کوي چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د سړک غاړې بمب په چاودنه کې لږ تر لږه ۶ پاکستانی پوځیان وژل شوي دي.

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې ګمراه کوونکی دي ځکه چې شریک شوی عکس پخوانی له ادعا شوې کومې پيښې سره تړاو نه لري.

 د حقیقت معاینه

 موږ په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي عکس ته د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کولو له لارې خپلې پلټنې پیل کړې. د پلټنو پر مهال مو وموندله چې دا عکس که څه هم د یوې پخوانۍ پېښې اڅخه دی چې یوازې د پاکستان په کویټه کې رامنځته شوی و، خو شریک شوی عکس څو کاله پخوانی دی.

په شریک شوي عکس کې د ګوګل د ریورس عکس لټون پلي کولو سره موږ وموندله چې دا عکس څو کاله پخوانی دی او ورته عکس د ګارډین په نوم ویب پاڼې لخوا د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۲۵مه  خپور شو.  د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان په کویټه ښار کې د پولیسو په روزنیز کالج باندې د دریو وسله والو د برید نه وروسته تر ۱۰۰ زیات کسان ووژل شول او تر سلو زیات نور ټپیان شول.

THE GUARDIAN  آرشيف لینک  

لینک ۲ آرشيف لینک 

 پایله

 نو له پورتنۍ پلټنې څخه دا په بشپړه توګه روښانه ده چې یو پخوانی عکس په ټولنیزو رسنیو کې د ګمراه کونکو ادعاګانو سره شریک کیږي او شریک شوی عکس لږترلږه ۶ کاله پخوانی دی او د کومې داسې  پیښې څخه نه دي چې لکه پر فېسبوک ادعا شوی.

Avatar

سرلیک: پخواني عکس د پاکستان په شمال لویدیځ کې یوې چاودنې په ادعا شریک شوی.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *