یو بل پخوانی عکس د پیښور په یوه جومات کې د وروستۍ چاودنې په تړاو شریک شوی

International Misleading

د پاکستان په پېښور ښار کې په یوه جومات کې پرون يو بريد شوی چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.  پاکستاني طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړل.

په هرصورت، ډېر پخواني عکسونه او ويډيو  په ټولنیزو رسنیو کې د وروستي بدمرغه چاودنې په تړاو سره شریک شوي.

 په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د پېښور د وروستۍ چاودنې په تړاو یو پخوانی عکس خپور شوی دی.

 تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ؛

فېسبوک پوسټ  آرشيف لینک 

 په  فیسبوک پوسټ کې ادعا شوې چې په  پیښور کی پرسپولیس خونړی چاودنه شوی، د مرګ ژوبلی په اړه اره معلومات ندی ورکړل شوی.

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې ګمراه کوونکې دي ځکه چې يو پخوانی عکس د پاکستان په پېښور کې شوې چاودنې په تړاو شريک شوی .

 د حقیقت معاینه

 

د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو او شریک شوي عکس تر شا د حقیقت موندلو لپاره زموږ د پلټنې پیل کولو لپاره، موږ لومړی د ادعا شوې پیښې په اړه کلیدي کلمې وپلټلې.

 د پلټنو پر مهال مو د بي بي سي پښتو له خوا خپره شوې مقاله وموندله چې پرون د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور په یوه جومات کې شوې پېښې په بره معلومات درلوده. 

 تاسو کولی شئ د لاندې لینک څخه د پیښې په اړه نور ولولئ:

بي بي سي پښتو  آرشيف لینک 

نور، موږ په شریک شوي عکس کې د ګوګل ریورس عکس لټون پلي کړ.

د پلټنو پر مهال مو وموندله چې ورته عکس د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ په ۲۱ نېټه د SYRIAHR.COM په نوم یوې وېبپاڼې خپور کړی و او د خپرې شوې مقالې له مخې دا عکس د یوې پېښې سره تړاو لري کله  چې  د ترکیې سره په پوله کې پوسته د سوریې د کډوالو په یوه کمپ کې د چاودنې له امله څو تنه ووژل شول.

Syriahr.com آرشيف لینک 

 پایله

نو له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې د پېښور په یوه جومات کې د تېرې ورځې د وروستۍ چاودنې په تړاو د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له خوا بې بنسټه او پخوانی عکس خپرېږي.

Avatar

سرلیک: یو بل پخوانی عکس د پیښور په یوه جومات کې د وروستۍ چاودنې په تړاو شریک شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *