
وروسته تر هغې چې د پاکستان په پارلمان کې د کشمیر کمېټې رییس شهریار افریدي امریکا ته په یو سفر ولاړ، د هغه په اړه یو شمېر ناسم خبرونه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوي دي.
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د سپټمبر په ۱۹مه ادعا کړې چې ګواکې له شهریار افریدي څخه د امریکا په هوایي ډګر کې د تلاشۍ پر مهال جامې اېستل شوي دي. خو د فاکت کرېسیندو موندنې ښیي چې د هغه په اړه خپور شوی عکس فوتوشاپ شوی دی او له هغه څخه جامې نه دي وېستل شوې.
د «رییس» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «امریکې له پاکستاني وزیر جامې ویستې!
نن یو پاکستانې وزیر شهر یار افریدي چې ډیر غټ ګلخان دي ، امریکې ته تللې وه، ائیرپورټ باندي د امریکې پولیسو را وګرزوي او په چکینګ کې یه جامې تري ویستې ، وروسته د پاکستاني سفیر د ډیرو زاریو له وجې خوشې کړی.»

ځینو کسانو داسې ادعا هم کړې چې ګواکې هغه د څو ساعتونو لپاره د امریکا په هوایي ډګر کې درول شوی وو.
حقیقت موندنه
مونږ د هغه په اړه د ګوګل برعکس انځورونو پلټنه وکړه. وروسته مو وموندله چې د هغه انځور فوتوشاپ شوی دی. د هغه په اړه خپور شوی اصلي انځور پخوانی دی چې د بل کس پورې اړه لري. په لاندې راپور کې اصلي انځور لیدلای شئ چې په ۲۰۱۵ کال کې د «فاکس نیوز» له خوا خپور شوی دی او د شهریار افريدي پورې اړه نه لري.

مونږ د هغه په اړه په ګوګل هم کې د کلیدي کلمو پلټنه وکړه. په پایله کې مو وموندله چې له ښاغلي شهریار څخه د امریکا په هوایي ډګر کې د جامو اېستلو راپورونه ناسم دي. که څخه هم د ټولنیزو رسنیو په ځینو پوستونو کې د هغه په اړه یو بل ډول فوتوشاپ شوی انځور وړاندې شوی دی.
په یوه تویتر کې چې ناسم خبرونه په ګوته کوی، د هغه په اړه ناسم خپور شوی انځور نشر کړی. دا تویتر کې راغلی چې ګواکې د هغه په اړه تصویر اېډیټ شوی دی.
سوشل میڈیا پر وائرل شہر یار آفریدی کی یہ تصویر ایڈٹ کرکے بنائی گئی یے pic.twitter.com/ocf3CRPw9t
— Fake News Alert (@Pk_FactChecker) September 18, 2021
مونږ د هغه اصلي او فوتوشاپ شوی انځور لاندې په پرتلیزه توګه وړاندې کړی دی.

له بلې خوا څخه هغه په یوه وېډیو کې دا ادعاوې رد کړي دي. دا وېډیو په تویتر کې د «تحریک انصاف» له خوا خپور شوی دی.
نیویارک(امریکہ): چیئرمین کمشیر کمیٹی شہریار آفریدی کا اپنے خلاف سوشل میڈیا پر جاری منعظم جھوٹی پروپیگنڈے پر جواب۔@ShehryarAfridi1
— Tehreek-e-Insaf (@InsafPK) September 19, 2021
1/2 pic.twitter.com/9wNbFL9F9w
د یادولو ده چې ښاغلی شهریار تېره ورځ امریکا ته په یو سفر روان شوی دی.
پایله
د شهریار افریدي په اړه خپور شوی عکس فوتوشاپ شوی دی. په دې عکس کې چې ګواکې ادعا شوې د امریکا په هوایي ډګر کې له هغه څخه جامې وېستل شوې، ناسم دی. ښاغلی شهریار په یو سفر امریکا ته تللی خو له هغه څخه په هوایي ډګر کې د جامو اېستلو راپورونه ناسم دي.

سرلیک: د پاکستان په پارلمان کې د یوې کمېټې مشر شهریار افریدي څخه جامې نه دي وېستل شوې
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Altered