ایا امرالله صالح رښتیا ویلي، چې پنجشیر ولایت باید د پښتون درې په نوم ونومول شي؟

False National

د فیسبوک یو شمېر کاروونکو د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح یوه ویډیو نشر کړې، چې پکې اورېدل کیږي، پنجشیر ولایت باید له دې وروسته د پښتون درې په نوم یاد شي. په داسې حال کې چې دغه ویډیو د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله ایډیټ شوې ده.

د بشپړ مطلب لپاره راځي د فکټ کریسنډو دغه څېړنه ولولو!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکي لاندې پوسټ د نمونې په توګه وګورئ.

Archive | + | Facebook Post

Archive | + | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د امرالله صالح دغه ویډیو د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله ایډیټ شوې ده او په اصلي ویډیو کې هغه له طلوع نیوز سره ۲۰۲۰ کال کې د سولې او حکومت په اړه خبرې ځانګړې مرکه کړي ده.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده؟

موږ د ویډیو یو سکرین شاټ په ګوګل ایمیج سرچ کې وپلټلو، چې هلته مو بیا د امرالله صالح د ویډیو بشپړه مرکه پیدا کړه، چې له طلوع نیوز سره د سولې خبرو او د حکومت په اړه څه باندې یو ساعت مرکه کړې ده.

تاسې کولی شئ په لاندې توګه د امرالله صالح ایډیټ شوې او اصلي ویډیو مشاهده کړئ:

 د امرالله صالح هغه ویډیو، چې خبرې یې د ټولنیزو رسنیو د فیسبوک کاروونکي لخوا د مصنوعي ځیرکتیا په واسطه جوړې شوي دي، ویډیو یې (دلته) وګورئ

اوس تاسې کولی شئ، له طلوع نیوز سره د افغانستان د پخواني ولسمشر  محمد اشرف غني پخواني لومړي مرستیال ځانګړې مرکه د طلوع نیوز له رسمي یوټیوب چینل څخه په لاندې توګه وګورئ:

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د امرالله صالح دغه ویډیو د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله ایډیټ شوې ده او په اصلي ویډیو کې هغه له طلوع نیوز سره ۲۰۲۰ کال کې د سولې او حکومت په اړه خبرې ځانګړې مرکه کړي ده.

Avatar

ایا امرالله صالح رښتیا ویلي، چې پنجشیر ولایت باید د پښتون درې په نوم ونومول شي؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *