
د ۲۰۲۶ کال پیل سره د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د یو انځور په خپرولو سره ادعا وکړه، چې ګواکې دا د وزیرستان په میر علي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر قرارګاه مالومو وسلوالو برید کړی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او خپور شوی انځور د مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) په وسیله جوړ شوی دی.
دا چې بشپړ حقیقت څه دی، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره خپلو پوسټونو کې لیکلي دي: « په میر علي سیمه کی پاکستان فوج په يوه غټه قرارګاه معلومو وسلوالو برید کړې ده».

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. په هغو نېټو چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو یاد انځور له شوې ادعا سره خپور کړی، په میر علي سیمه کې د کوم برید راپور ندی ورکړل شوی او همدا راز خپور شوی انځور اصل کې په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) جوړ شوی دی.
د یادوولو ده، چې د 2025 کال پر مهال بېلا بېلو نېټو باندې د وزیرستان په میر علي سیمه کې د چاودنو او پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده او وایرل شوی انځور په (Gemini) جوړ شوی دی؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو خپور شوي انځور په دقت سره وکتلو. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې وایرل شوی شوی انځور د مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) په وسیله جوړ شوی دی او شوې ادعا دروغ ده.
موږ په ګوګل سرچ انجن کې د «Attack in Mir Ali, Pakistan 2026 + archive» کلیدي توري وپلټل، چې هلته موږ هیڅ داسې خبر ونه موند، چې د شوې ادعا ملاتړ وکړي، بلکې اکثریت خبرونه د 2025 کال بېلا بېلو نیټو وو.
موږ البته د 2025 کال بېلا بېلو نېټو سره په وزیرستان میر علي سیمه کې د چاودنو او پېښو خبرونه وموندل، چې تاسې یې (دلته ، دلته او دلته) لوستلی شئ. په داسې حال کې چې ادعا د 2026 کال په پیل کې شوې ده.

د دې تر څنګ موږ چې کله له ادعا سره خپور شوی انځور په دقت سره وکتلو، نو ومولېدل، چې په انځور د (+ Gemini) لوګو یا نښه شته دی، چې دا په دې مانا چې دغه انځور په مصنوعي ځیرکتیا په ځانګړې توګه د (Gemini) په واسطه جوړ شوی دی.
تاسې کولی شئ په لاندې انځور کې د جمنای لوګو او په انځور کې شته لوګو سره مقایسه او وګورئ.

همدا راز موږ د Gemini له ویبسایټ انځور جوړولو برخې لېدنه وکړه. هلته موږ ولېدل چې د دوی له ادرسه جوړ شویو انځورونو باندې، چې د سمپلونو په توګه یې ویبسایټ کې شته دي، همدا نښه یا لوګو پرنټ وي.
تاسې کولی شئ په لاندې توګه په Gemini د جوړ شویو انځورونو سمپلونه او نښه مشاهده کړئ.


پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. په هغو نېټو چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو یاد انځور له شوې ادعا سره خپور کړی، په میر علي سیمه کې د کوم برید راپور ندی ورکړل شوی او همدا راز خپور شوی انځور اصل کې په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) جوړ شوی دی.
په ai جوړ شوی انځور؛ د پاکستاني ځواکونو پر قرار ګاه د برید له ناسمې ادعا سره خپور شوی دی. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading

