ایا دغه ویډیو، رېښتیا د پاکستان په لاهور هوایي میدان د برید دی؟

False International

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې ښکاري، د پاکستان یوې مسافر وړونکې الوتکې سره نږدې هوایي میدان کې برید رامنځته شي.

دغه ویډیو، چې اصلاً د یو پخوانی انځور څخه د مصنوعي ځیرکتیا په واسطه جوړه شوې ده، د فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې د پاکستان پر لاهور هوایي ډګر هند برید کړی. 

خو دا چې اصلاً دغه انځور څه وخت اخیستل شوی او یاده ادعا حقیقت لري او که نه؟ راځي د فکټ کریسنډو دغه کتنه درسره ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو یو پوسټ د نمونې په توګه وګورئ.

Archive  | + | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

دغه ویډیو د پاکستان په لاهور هوایي میدان د هند له لوري د برید نه ده، بلکې دا د مصنوعي ځیرکتیا په واسطه د یو پخواني انځور څخه جوړه شوې ویډیو ده. 

اصل انځور رویټرز اژانس هغه مهال اخیستی، چې د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت (PIA) یوه الوتکه د ۲۰۱۲ کال د فبروري په لومړۍ نیټه د لاهور په علامه اقبال نړیوال هوايي ډګر کې د الوتنې لپاره چمتووالی نیسي.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو د یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده؟

موږ لومړی د دغې ویډیو پر لومړني انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او هلته مو د لاهور علامه اقبال نړیوال هوايي ډګر ۲۰۱۲ کال دغه انځور پیدا کړ.

د پاکستان جیو نیوز همدا انځور له یو خبر سره خپور کړی، چې د انځور کپشن کې لیکلي داسې لیکل شوي: د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت (PIA) یوه الوتکه د ۲۰۱۲ کال د فبروري په لومړۍ نیټه د لاهور په علامه اقبال نړیوال هوايي ډګر کې د الوتنې لپاره چمتووالی نیسي. — رویټرز.

د دې مانا دا ده، چې دا انځور په ۲۰۱۲ کال فبروري کې د رویټرز خبري اژانس اخیستی.

ارشیف

د Arab News ویبپاڼې څخه هم د انځور خپور شوی او عین کپشن ورکړل شوی، ((د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت (PIA) الوتکه د ۲۰۱۲ کال د فبروري په لومړۍ نیټه د لاهور په علامه اقبال نړیوال هوايي ډګر کې د الوتنې لپاره چمتووالی نیسي. (د رویټرز لخوا د فایل عکس)).

ارشیف

همدا راز Al-Arabia د دې کپشن کې د منبع په خاطر لیکلي: د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت (PIA) یوه الوتکه د ۲۰۱۲ کال د فبروري په لومړۍ نیټه د لاهور په علامه اقبال نړیوال هوايي ډګر کې د الوتنې لپاره چمتووالی نیسي. (رویټرز)

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې دغه ویډیو د پاکستان په لاهور هوایي میدان د هند له لوري د برید نه ده، بلکې دا د مصنوعي ځیرکتیا په واسطه د یو پخواني انځور څخه جوړه شوې ویډیو ده. 

اصل انځور رویټرز اژانس هغه مهال اخیستی، چې د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت (PIA) یوه الوتکه د ۲۰۱۲ کال د فبروري په لومړۍ نیټه د لاهور په علامه اقبال نړیوال هوايي ډګر کې د الوتنې لپاره چمتووالی نیسي.

Avatar

ایا دغه ویډیو، رېښتیا د پاکستان په لاهور هوایي میدان د برید دی؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *