
د نومبر په ۲۵مه په سعودي جده کې د IPL 2025 بولۍ پیل شوه، چې پکې څو تنه افغان کرېکټ لوبغاړي هم وپیرل شول. په دې جریان کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د افسر ځاځي یو انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي، چې نوموړی په IPL 2025 بولۍ کې ممبیي لوبډلې پیرلی دی. په داسې حال کې، افغان کرېکټ لوبغاړی افسر ځاځی د IPL 2025 بولۍ لیست نه موخود ندی.
افسر ځاځی د افغانستان کرېکت ملي لوبډلې لوبغاړی وو، چې دا مهال له لوبډلې سره نشته.
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو د نوموړي له انځور سره دا توري لیکلي: «افسر ځاځی ممبۍ لوبډلې … واخیستلو واخیستلو، مبارک مو شه»، چې تاسې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو څو پوسټونه د بېلګې په توګه په لاندې ډول کتلی شئ:


رېښتیا څه دي؟
افغان لوبغاړی افسر ځاځي د IPL 2025 بولۍ لپاره نوم لېکنه نه وه کړې او د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعاوې دروغ او د تمسخر په اساس دي. د IPL 2025 بولۍ لپاره یوازې اتلس افغان لوبغاړي شارټ لیست شوي وه، چې له ډلې یې ۶ لوبغاړي په ښو او لوړو قیمتونو وپیرل شول.
باید دا یادوونه وکړو، چې ډېری افغان کرېکټ مینوال پر هغو کسانو نیوکه کوي، چې د افغان کرېکټ ملي لوبغاړو په اړه دروغ یا هم تمسخر امیزه څرګندونې کوي او دا کار د ملي لوبغاړو په حق کې نا مناسب ګڼي.
موږ ولې وایو، چې د افسر ځاځي په اړه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو پوسټونه دروغ او د تمسخر په اساس دي؟
مو لومړی په Sportskeeda کې د افغان کرېکټ لوبغاړو هغه لیست پیدا کړو، چې د IPL 2025 بولۍ لپاره شارټ لیسټ اعلان شوي وه. په دې لیست کې د اتلس لوبغاړو نومونه دي، چې د افسر ځاځي ذکر پکې نشته او تاسې یې په لاندې ډول کتلی شئ:

موږ همدا راز د لوبو او ورزش اړوند افغان رسنۍ وڅارلې او هلته مو په IPL 2025 بولۍ کې د پیرل شویو افغان لوبغاړو په اړه وروستي پوسټونه پیدا کړل. تاسې د اریانا نیوز او اریانا سپورټ رسمي فیسبوک پاڼو پوسټونو کې کتلی شئ، چې کوم افغان لوبغاړي په IPL 2025 بولۍ کې پیرل شويدي.
پایله:
د فکت کریسنډو کتنې وښودله، چې افغان لوبغاړی افسر ځاځي د IPL 2025 بولۍ لپاره نوم لېکنه نه وه کړې او د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعاوې دروغ او د تمسخر په اساس دي. د IPL 2025 بولۍ لپاره یوازې اتلس افغان لوبغاړي شارټ لیست شوي وه، چې له ډلې یې ۶ لوبغاړي په ښو او لوړو قیمتونو وپیرل شول.
باید دا یادوونه وکړو، چې ډېری افغان کرېکټ مینوال پر هغو کسانو نیوکه کوي، چې د افغان کرېکټ ملي لوبغاړو په اړه دروغ یا هم تمسخر امیزه څرګندونې کوي او دا کار د ملي لوبغاړو په حق کې نا مناسب ګڼي.

افغان کرېکټ ملي لوبغاړی افسر ځاځی د IPL 2025 بولۍ ته ندی وړاندې شوی. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False