
دا چې په دې وروستیو کې په ایران کې حالات ترینګلي دي، د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د څو ډرون الوتکو یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې افغان حکومت ویلي، چې په افغانستان کې جوړې شوې ډرون الوتکې په ایران پلوري. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او خپور شوی انځور د مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) په وسیله جوړ شوی دی.
دا چې بشپړ حقیقت څه دی، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره خپلو پوسټونو کې لیکلي دي: «افغان حمومت: په افغانستان کې جوړې شوې ډرون الوتکې ایران ته ورکوو».

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. افغان حکومت تر اوسه داسې کومه خبره نده کړې، چې ایران ته ډرون الوتکې ورکوي او هغه انځور چې له یادې ادعا سره خپور شوی اصلاً په (Gemeni) جوړ شوی دی.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده او وایرل شوی انځور په (Gemini) جوړ شوی دی؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو خپور شوي انځور په دقت سره وکتلو. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې وایرل شوی شوی انځور د مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) په وسیله جوړ شوی دی او شوې ادعا دروغ ده.
موږ په ګوګل سرچ انجن کې د «Afghanistan Sell Drones to Iran» کلیدي توري وپلټل، چې هلته موږ هیڅ داسې خبر ونه موند، چې د شوې ادعا ملاتړ وکړي.
موږ همدا راز د افغانستان دفاع وزارت له ویبسایټ د خبرونو برخې هم لېدنه وکړه. د یاد وزارت په ویبسایټ کې هم موږ ونه موندله چې دوی دې ایران ته د ډرون الوتکې وروکولو یا جوړولو خبر یا راپور خپور کړی وي.

په ورته څېر موږ د اسلامي امارت د (طالبان) د رسمي ویاند زبیح الله مجاهد ایکس پاڼه هم سکرول کړه، چې د ادعا له تاریخ سره تر اوس ورځې پورې موږ داسې کومه اعلامیه یا خبر ونه لېد، چې ګواکې غواړي په ایران ډرون خرڅ کړي.
همدا راز، موږ چې کله له ادعا سره خپور شوی انځور په دقت سره وکتلو، نو ومولېدل، چې په انځور د (Gemini) لوګو یا نښه شته دی که څه هم په تت ډول ښکاري. دا په دې مانا چې دغه انځور په مصنوعي ځیرکتیا په ځانګړې توګه د (Gemini) په واسطه جوړ شوی دی.
تاسې کولی شئ په لاندې انځور کې د جمنای لوګو وګورئ.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. افغان حکومت تر اوسه داسې کومه خبره نده کړې، چې ایران ته ډرون الوتکې ورکوي او هغه انځور چې له یادې ادعا سره خپور شوی اصلاً په (Gemeni) جوړ شوی دی.
ایا رېښتیا افغان حکومت اعلان کړی، چې په افغانسان کې جوړې شوې ډرون الوتکې ایران ته ورکوي؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

