جنرال سمیع سادات د مقاومت جبهې له کسانو سره د جګړې په ډګر کې نه دی لیدل شوی؛ خو خپل ملاتړ یې اعلان کړی

Military Partly False

په دې وروستیو کې د کابل د امنیت پخوانی مسوول جنرال سمیع سادات په اړه یو شمېر ناسم خبرونه په خواله رسنیو کې خپاره شوي دي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه پخواني انځور په خپرولو سره ویلي چې جنرال سمیع سادات د مقاومت جبهې له کسانو سره په پنجشیر کې یو ځای شوی دی. د فېسبوک پسټ ادعا له مخې، نوموړی په یوه وېډیو کې د مقاومت جبهې له ځواکونو سره لیدل شوی دی.  

د هغه په اړه په دې فېسبوک پسټ کې نورې ادعا ګانې هم شوي دي. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او فوټوشاپ شوی دی. له بلې خوا هغه د مقاومت له جبهې څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړی خو د جګړې میدان ته نه دی تللی.

د ‘Hosai Ahmadzia’ په نوم یوې جعلې فېسبوک پاڼې د روان میلادي کال د مارچ په ۱۳ لیکلې: «جنرال سميع سادات د جبهه مقاومت ډلې سره نن په پنجشير کې یوځای شو.
سميع سادات تازه د پنجشير څخه یو ويډيويي پيغام خپور کړ پکی ښکاري چې سمیع سادات د جبهې مقاومت د سرتيرو سره يوځای ولاړ وي .
ط.البانو ته يې اخطار ورکړو وايي مات شوي نه يم د غني په امر مې کابل تسليم کړو کنه هيڅکله يې نشوای نيولي
هغه وايي په يوازي ځان مې د ط.البانو د پلار ولايت هلمند يوه مياشت د ط.البانو څخه ساتلي وه که د پوره افغانستان واک يي راکړي واي ټول افغانستان می هم ساتلی شواي».

د فېسبوک پسټ په بله برخه کې همدا راز راغلي: «هغه زياته کړل اوس هم پوره چمتوالی لرم چې بيرته افغانستان تصفيې کړم درې د وسلو کمپنۍ لرم د ټول افغانستان تصفيې په يوه اوونۍ کې کولي شم د ولس په مينځ کې ملاتړ لرم
سميع زياته کړل ط.البان دی ملی بيرغ ملی سرود ملی اردو او ملی ارزښتونه ته درناوی وکړي او پرخپل ځاي دي پريږدي اشرف غني دې بيرته په عزت راوغواړي د انتخاباتو له لاری دي نوي حکومت رامنځته شی که ط.البانو دا هرڅه ونه مني بيا دې زما سړه جګړې ته تيار سي.»

فېسبوک پسټ/ ارشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره لومړی پر انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا عکس پخوانی دی او فوټوشاپ شوی دی.

اصلي انځور په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د اپریل په ۲ د «صفحه رسمی قول اردو 209 شاهین» په نوم د یوې فېسبوک پاڼې له خوا خپور شوی دی. د فېسبوک پاڼې په پسټ کې لیکل شوي چې جنرال سمیع سادات او په شمال کې د ځانګړو عملیاتو مرستیال ډګروال محمد علي په بدخشان کې د یمګان د جګړې مشري پر غاړه واخسته. 

فاکټ کرېسیڼدو دا نشي تاییدولای چې دا  د تېر حکومت د ۲۰۹ شاهین قول اردو رسمي فېسبوک پاڼه ده. خو زمونږ د موندنو پر اساس عکس پخوانی دی.

فېسبوک پاڼه/ ارشیف لېنک

له بلې خوا که چېرته مونږ اصلي عکس وګورو نو لیدل کیږي چې د فېسبوک پسټ له عکس سره توپیر لري. په اصلي انځور کې د مقاومت جبهې بیرغ نه لیدل کیږي. د ښاغلي سادات سره یو ځای دا ځواکونه د تېر حکومت ملي ځواکونه دي، نه د مقاومت جبهې کسان. 

تاسو کولی شئ چې اصلي او فوټوشاپ شوی عکسونه دلته وګورئ:

اصلي انځور

په اصلي انځور کې د مقاومت د جبهې بیرغونه نه لیدل کیږي.

جعلي انځور

له بلې خوا مونږ د ښاغلي سادات وروستۍ مرکه چې له «افغانستان انټرنشنل» تلویزیون سره یې کړې، واوریده.

نوموړي د مرکې په یوه برخه کې وایي چې د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود سره په اړیکه کې دی. هغه زیاته کړې چې د مقاومت جبهې څخه ملاتړ کوي خو دا یې نه دي ویلي چې د وسلو درې کمپنۍ لري.

نوموړي همدا راز په مرکه کې ویلي چې طالبان نشوای کولی چې په دومره اسانۍ سره کابل ته ننوځي خو د اشرف غني بېرته راتګ او ټاکنو په اړه یې څه نه دي ویلي. 

تاسو کولی شئ چې د ښاغلي سادات بشپړه مرکه دلته وګورئ:

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې جنرال سمیع سادات د مقاومت جبهې له کسانو سره د جګړې په ډګر کې نه دی لیدل شوی. هغه په یوه مرکه کې د مقاومت جبهې له ډلې څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړی خو دا انځور پخوانی دی او فوټوشاپ شوی دی.

Avatar

سرلیک: جنرال سمیع سادات د مقاومت جبهې له کسانو سره د جګړې په ډګر کې نه دی لیدل شوی؛ خو خپل ملاتړ یې اعلان کړی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *