تېره ورځ د روانې اکتوبر میاشتې ۳مه نېته د راشد خان د واده د مراسمو ورځ وه او په کابل کې د نوموړي د واده مراسم ونمانځل شول. په همدې مهال د نوموړي په اړه د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې نوموړی په یوه ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی دی. خو د موټر هغه انځور چې د راشد خان ټکر له ادعا سره خپور شوی، په افغانستان کې نه، بلکې د امریکا په (KOSCIUSKO COUNTY) شهرک کې اخېستل شوی دی.

تاسو کولی شئ د فیسبوک کاروونکي له لوري د هغه پوسټ او ادعا مشاهده کړئ:




په پوسټ کې له دې انځور سره لیکل شوي دي، چې (تازه او بد خبر، راشد خان همدا مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې...).


فېسبوک لینک آرشيف لینک

په هرصورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې په راشد خان پورې اړوند هیڅ کومه ټرافیکي نده رامنځته شوې او هغه انځور چې له دې ادعا سره خپور شوی دی، اصلاً په افغانستان کې نه، بلکې د امریکا په (KOSCIUSKO COUNTY) شهرک کې اخېستل شوی دی.


د حقیقت څېړنه:

موږ لومړی د راشد خان او د ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا موږ پر هغه انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي خپور کړی وو. په پایله کې موږ وموندله، چې انځور په افغانستان کې نه، بلکې د امریکا په (KOSCIUSKO COUNTY) شهرک کې په کال ۲۰۲۳ کې اخېستل شوی دی.

د Wane.com په نوم ویبپاڼې دغه انځور په ۲۰۲۱ کال کې خپور کړی او ورسره یې لیکي چې په یوه ټرافیکي پېښه کې یو تن ټپي شوی دی.




لینک ۱ آرشيف لینک

همدارنګه موږ د ادعا د تایید یا رد لپاره د راشد خان د ټولنیزو رسنیو اکونټ (انسټګرام) څخه هم لېدنه وکړه او د دا ډول پېښې هیڅ څه مو پیدا نکړل.

راشد خان انسټاګرام


پایله:

په دې وروستیو کې راشد خان پورې اړوند د هیڅ کومې ټرافیکي پېښې په اړه کوم خبر نشته او هغه انځور چې له دې ادعا سره خپور شوی دی، اصلاً په افغانستان کې نه، بلکې د امریکا په (KOSCIUSKO COUNTY) شهرک کې په کال ۲۰۲۱ کې اخېستل شوی دی.

Claim Review :   په راشد خان پورې اړوند هیڅ کومه ټرافیکي نده رامنځته شوې او هغه انځور چې له دې ادعا سره خپور شوی دی، اصلاً په افغانستان کې نه، بلکې د امریکا په (KOSCIUSKO COUNTY) شهرک کې اخېستل شوی دی.
Claimed By :  Social Media Users
Fact Check :  FALSE