ظاهر قدیر ولې په کینیا کې ونیول شو؟

Insight International

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پارلمان مرستیال عبدالظاهر قدیر د امریکا په غوښتنه تېره اوونۍ د کینیا د پلازمینې نایروبي په یوه هوټل کې نیول شوی وو. د هغه تر نیول کېدو وروسته د ټولنیزو رسنیو فعالانو بېلا بېل نظرونه او غبرګونونه څرګند کړل.

دا چې نوموړی ولې په نایروبي کې نیول شوی او د نایروبي ټایمز ورځپاڼې د ظاهر قدیر د نیول کېدو د قضیې په اړه خپل راپور کې څه ویلي، د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې یې ولولئ!

د نایروبي رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پارلمان مرستیال عبد الظاهر قدیر د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۱۴مه د قطر هوايي شرکت په الوتکه کې له کابل څخه نایروبي ته ورسید، په داسې حال کې چې نوموړی په نایروبي کې کوم ثابت کور نه لري او د تېښتې خطر یې ډېر جدي دی.

د نایروبي ټایمز د راپور په اساس د امریکا یوې محکمې د نایروبي له چارواکو غوښتي وو، چې دغه افغان تبعه امریکا ته وسپاري، ځکه په هغه باندې د مخدره موادو د قاچاق او د وسلو د لرلو تورونه لګېدلي دي.

ظاهر قدیر د کینیا پلازمینه نایروبي یوه محکمه کې په هغه د لګېدلو تورونو د اورولو په وخت (PHOTO BY: S.A.N)

نایروبي ټایمز په خپل راپور کې د ظاهر قدیر د نیول کېدو په اړه څه ویلي:

نایروبي ټایمز لیکلي، عبدالظاهر قدیر د نایروبي ښار په یوه هوټل کې نیول شوی او د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست (DCI) غوښتنه کړې چې نوموړی تر قانوني بهیر پورې په توقیف کې وساتل شي، په داسې حال کې چې په نایروبي کې د میلیمېن محکمې مشر قاضي بنمارک اېکهوبي د عامه څارنوالۍ د رییس غوښتنه منلې ده.

د نایروبي ټایمز د راپور له مخې، څارنوال ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشتې پر ۲۵مه نېټه د امریکا د فدرالي محکمې له خوا د عبد‌الظاهر قدیر د نیولو امر صادر شوی و. د پلټنو افسر سرجنټ جان وافولا، چې د جرمونو د پلټنو ریاست له مخدره موادو ضد څانګې سره کار کوي، محکمې ته ویلي چې د امریکا د نشه يي توکو ضد ادارې ځانګړي استازي نیکولس دیفرانسیسکو د نیویارک یوې محکمې ته د عبد‌الظاهر قدیر پر ضد جنایي شکایت ثبت کړی.

د راپورونو په اساس، عبد‌الظاهر قدیر د امریکا متحده ایالاتو د مخدره موادو د وارداتو یا صادراتو د توطیې (سازش) ضد قانون د ۹۶۳/۲۱ مادې له مخې د نشه يي توکو «د وارداتو» او وسلو لرلو په تورونو کې واشنګټن ته مطلوب دی.

د دغه قانون له مخې، څوک چې د داسې جرم د ترسره کولو لپاره (توطیه) وکړي، چې د مخدره موادو غیرقانوني واردات لکه هیرویین، کوکایین، چرس او یا ورته نور توکي پکې شامل وي، نیول کېدای شي.

د ظاهر قدیر د کورنۍ د غړیو له ډلې د هغه زوی ذبیر ظاهر قدیر او وراره یې جلال قدیر په خپلو فیسبوک پاڼو د نوموړي د نیول کېدو خبره تایید کړې.

ذبیر ظاهر قدیر د تېرې یکشنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: حاجي عبدالظاهر قدیر څو ورځې وړاندې بهرنی سفر درلود او د ده په خبره متاسفانه د ظاهر د وینا په اساس هغه د دوبۍ په هوايي ډګر کې د امریکا استخباراتي پولیسو نیولی دی.

ذبیر زیاته کړې چې ظاهر قدیر بیا له هغې شېبې له دوی سره اړیکه نه ده نیولې او لادرکه دی.

د ظاهر قدیر د کورنۍ دا غړي د امریکا استخبارات تورنوي، او وایي هغه ته دسیسه جوړه شوې او په اړه یې منفي تبلیغات شوي.

ارشیف

د ظاهر قدیر تر نیول کېدو وړاندې، په ټولنیزو رسنیو د هغه یو ویډيوي کلیپ هم خپور شوی وو، نوموړی پکې وایي، د چا ځمکه یې نه ده غصب کړې او نه هم له کوم چا سره څه ستونزه لري.

عبدالظاهر قدیر د افغانستان د تېر جمهوریت په دور کې له ۲۰۱۰ تر ۲۰۲۱ کلونو پورې د پارلمان غړی وو او په یوه دوره کې د پارلمان لومړی مرستیال هم پاتې شوی وو.

ظاهر قدیر په پارلماني بحثونو کې له لانجمنو څېرو یادېده. هغه څو واره د خپلې ډېرې شتمنۍ او سلګونو موټرو او جایدادونو یادونه کړې وه.

تمه ده قدیر په امریکا کې محکمې ته وړاندې شي څو په هغه د لګېدلو تورونو څېړنه وشي، په داسې حال کې چې امریکايي چارواکو لا تر اوسه د ظاهر قدیر د نیولو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

Avatar

ظاهر قدیر ولې په کینیا کې ونیول شو؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *