د X-Swift UAV ماډل ډرون الوتکې د معرفت ویډیو له دې ادعا سره خپره شوې، چې ګواکې دا افغان ډرون الوتکه ده. 

False International

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک او انسټاګرام ګڼ شمېر کاروونکو د روانې دیسمبر میاشتې په بېلا بېلو نیټو یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې افغان حکومت داسې ډرون الوتکه جوړه کړې، چې رادار سیسټم یې نشي کشف کولی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې افغان حکومت تر اوسه د دا ډول ډرون جوړولو په رسمي توګه څه ندي ویلي او د وایرل شوې ویډیو اکثریت صحنې اصلاً د X-Swift UAV ماډل یوې ډرون الوتکې دي.

د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو همدا څېړنه ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له یادې ویډیو سره لیکلي: «افغانستان حکومت داسې ډرون جوړ کړی، چې د رادار سیستم یې  نشي کشف کولای.»

پهباد پیشرفته افغانستان

Archive | + video | Facebook Post

Archive | + video | Facebook Post

Archive | + video | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. دا ویډیو د کومې افغان ډ‌رون الوتکې نده، بلکې د دې ویډیو اکثریت صحنې د AOSSCI TECHNOLOGY شرکت له لوري د X-Swift UAV ماډل یوې ډرون الوتکې دي.

موږ ولې وایو، چې دا ویډیو د کومې افغان ډرون الوتکې نده؟

موږ د خپرې شوې ویډیو پر څو منظم سکرین شاټونو د ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې د دغې ویډیو اکثریت صحنې د هغې ویډیو دي، چې ۲۰۱۸ کال کې د AOSSCI TECHNOLOGY شرکت یوټیوب چینل څخه خپره شوې او پکې د X-Swift UAV ماډل یوې ډرون الوتکې معرفت کوي.  

موږ د AOSSCI TECHNOLOGY شرکت یوټیوب چینل کې یوه ویډیو ومونده چې په ۲۰۱۸ کې خپره شوې ده. د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو اصلاً د دې ویډیو اکثریت صحنې له خپرې شوې ناسمې ادعا سره خپرې کړي. تاسې دا ویډیو په لاندې توګه مشاهده کولی شئ.

 

ارشیف

موږ د دې سربېره د AOSSCI برانډ له ویبسایټ لېدنه وکړه او هلته مو ولوستل چې دوی په ملي کچه د ورته ټکنالوژیکو وسایلو جوړولو توانایي لري.

ارشیف

موږ همدا راز د افغانستان دفاع وزارت له ویبسایټ د خبرونو برخې هم لېدنه وکړه. د یاد وزارت په ویبسایټ کې هم موږ ونه موندله چې دوی دې د داسې دول ډرون الوتکې جوړولو خبر یا راپور خپور کړی وي.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې دا ویډیو د کومې افغان ډ‌رون الوتکې نده، بلکې د دې ویډیو اکثریت صحنې د AOSSCI TECHNOLOGY شرکت له لوري د X-Swift UAV ماډل یوې ډرون الوتکې دي.

Avatar

د X-Swift UAV ماډل ډرون الوتکې د معرفت ویډیو له دې ادعا سره خپره شوې، چې ګواکې دا افغان ډرون الوتکه ده. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *