هغه عکس چې پکې د ملایانو له خوا د اخلاقي فساد ادعا شوې د یوټیوب تمثیلي وېډیو پورې تړاو لري.
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې یو شمېر ملایان د اختر په پاک مراسم کې اخلاقي فساد تر سره کوي.
په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې دا وېډیو تمثیلي بڼه لري چې پخوا په یوټیوب کې خپره شوې وه.
د حقیقت معاینه
مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. زمونږ د پلټنو په پایله کې مالومه شوه چې دا انځور د یوټیوب له یوې تمثیلي وېډیو څخه اخستل شوی دی. دا وېډیو د هغو ملایانو په اړه تمثیلي ډرامه وړاندې کړې چې د تغویذ په پلمه له ښځو څخه ناوړه جنسي استفاده کوي.
په وېډیو کې یو هلک لونګۍ اغوستې او ځان یې د ملایانو په بڼه جوړ کړی دی.
دا وېډیو د «کربلایی مدیا» یوټیوب چینل کې خپره شوې ده. په وېډیو کې د ډرامې لوبغاړي په دري او هزاره ګي لهجه خبرې کوي.
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پسټ ادعا په تړاو پخوانی او ناسم انځور خپور شوی دی. دا عکس له یوې تمثیلي وېډیو څخه اخستل شوی دی. دا وېډیو د کوم ملا پورې تړاو نه لري خو د وېډیو پیغام د ملایانو په اړه دی.
سرلیک: هغه عکس چې پکې د ملایانو له خوا د اخلاقي فساد ادعا شوې د یوټیوب تمثیلي وېډیو پورې تړاو لري.
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False