
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه سپین ږیري عکس په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې په کندهار کې یو ښوونکی د لوږې له امله مړ شوی دی.
خو د هغه زوی په یوه وېډیو کې دا ادعا رد کړې او ویلي چې پلار یې د پښتورګو ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
ادعا
د طالبانو پر لاس د افغانستان له سقوط را هیسې خلک له خورا اقتصادي ستونزو او لوږې سره مخ شوي دي. په دې وروستیو کې د یوه سپین ږیري انځور په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوی چې ادعا شوې ګواکې یو ښوونکی په کندهار کې د لوږې له امله مړ شوی دی.

د فېسبوک یوې بلې کاروونکې هم ورته پسټ یې کړی دی.

حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندلو لپاره د ګوګل کلیدي کلمو پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو د نوموړي استاد د زوی یوه وېډیو ومونده. هغه د لوږې له امله د خپل پلار مړ کېدلو اوازې ناسم بللي. نوموړي ویلي چې پلار یې د پښتورګو ناروغۍ له امله خپل ژوند بایللی دی.
تاسو کولای شئ چې د نوموړي وېډیو دلته وګورئ:
دا استاد الله نظر خان نومیده چې په کندهار کې د شاهي ښوونځی یو تن استاد وو.
پایله
له پورتنیو پلټنو څخه څرګندیږي چې په کندهار کې د ښوونځي یو تن استاد د لوږې له امله نه دی مړ شوی. د هغه زوی ویلي چې پلار یې د پښتورګو ناروغۍ له امله وفات شوی دی.

سرلیک: په کندهار کې د ښوونځي یو ښوونکی د لوږې له امله نه دی مړ شوی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Partly False