
د 2026 کال جنوري میاشتې په وروستیو نېټو کې د ټولنیزو رسینو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د ډانلډ ټرمپ ایکس اکونټ ته مطلوب یو انځور (سکرین شاټ) له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې ډانلډ ټرمپ د ایکس له اصولو سر غړونه کړې او اکونټ یې بند شوی دی. خو د فکټ کریسنډو څېړنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده او تازه ایکس (ټویټر) د ډانلډ ټرمپ رسمي اکونټ ندی سسپنډ (بند) کړی، بلکې دا اقدام پخوا په 2021 کال کې ترسره شوې وو، خو تر هغې وورسته بیا د ټرمپ ایکس اکونټ له ورته بندیز سره ندی مخ شوی او اکونټ یې فعال دی.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې له دغې ویډیو سره لیکلي دي: «د ایکس (ټویټر) اصولو د سرغړوونو له امله د ډانلډ ټرمپ اکونټ بند شوی دی.»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر ټولنیزو رسنیو کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. ایکس (ټویټر) د ډانلډ ټرمپ اکونټ پخوا په 2021 کال کې بند کړی وو، چې بیرته په 2022 کې فعال شو او بیا تر دا مهاله د ټرمپ ایکس اکونټ له ورته بندیز سره ندی مخ شوی.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او د دې تر څنګ مو له یادې ادعا سره د وایرل شوی انځور (سکرین شاټ) په ګوګل ایمج کې سرچ کړ. د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې شوې ادعا دروغ ده.
اصلاً د ډانلډ ترمپ ایکس اکونټ پخوا په 2021 کې د ایکس ادارې لخوا بند شوی وو، چې په اړه یې د سي این این راپور په لاندې توګه کتلی او لوستلی شئ. دا په دې مانا چې دغه خبر په حقیقت کې زوړ دی.

همدا رنګه د دې خبر په اړه تاسې په لاندې توګه د CGTN راپور هم کتلی او لوستلی شئ.

د دې تر څنګ په هغه سکرین شاټ کې، چې له ادعا سره د ټولنیزو رسنیو کاروونکو خپور کړی، تاسې کتلی شئ، چې د ډانلډ ټرمپ د اکونټ فالورز 88.7 میلیونه دي، په داسې حال کې، چې اوسني فالورز یې 110 میلیونو ته نږدې دي. دا په دې مانا چې دغه سکرین شاټ پخوانی دی.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر ټولنیزو رسنیو کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. ایکس (ټویټر) د ډانلډ ټرمپ اکونټ پخوا په 2021 کال کې بند کړی وو، چې بیرته په 2022 کې فعال شو او بیا تر دا مهاله د ټرمپ ایکس اکونټ له ورته بندیز سره ندی مخ شوی.
سرلیک: ایا ایکس (ټویټر) تازه رېښتیا هم د ډانلډ ټرمپ رسمي اکونټ بند کړی دی؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading

