په ویډیو کې انځورونه د افغان ډرون الوتکو ندي، بلکې د امریکایي ډرون الوتکو دي.

False International

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د ډرون الوتکو انځورونه د ویډیوګانو په شکل، چې په ai جوړ شوی غږ ورسره هم ثبت دی، له دې ادعا سره خپرې کړې، چې ګواکې افغان حکومت (دفاع وزارت) په نوي بڼه ډرون الوتکې جوړې کړي دي. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې دغه په دغو ویډیوګانې کې د ډرون انځورنه ځیني یې د امریکایي ډرون الوتکو دي او یو یې په ai جوړ شوی انځور دی.

د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو همدا څېړنه ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له یادې ویډیو سره لیکلي: «افغان انجینرانو د نړۍ خطرناکه ډرون الوتکه جوړه کړه.»

Archive | + video | Facebook Post

Archive | + video | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. په خپرو شویو ویډیوګانو کې انځورونه اکثریت یې د امریکایي ډرون الوتکو دي او یو انځور، چې BADRI 313 پرې لیکل شوي، په ai جوړ شوی انځور دی.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا دروغ ده؟

موږ د خپرو‎ې شوې ویډیو پر څو منظم سکرین شاټونو د ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې په ویډیو ګانوې د الوتکو انځورونه د امریکایي ډرونونو دي. همدا راز هغه ویډیو چې پر ډرون الوتکې BADRI 313 لیکل شوي، په ai جوړ شوی انځور دی، ځکه د بدري قطعې یا دفاع وزارت له اړخه تر اوسه بدري قطعې ته د ډرون د ورکړې یا جوړېدو کوم رسمي خبر نشته.

موږ د دفاع وزارت ویبپاڼه سکرول کړه او هلته مو په سرچ بټن کې ځیني کلیدي توري لکه (هوایي، ډرون، بې پیلوټه، …) وپلټل، خو داسې کوم خبر مو ترلاسه نکړ، چې هلته دې دفاع وزارت بدري 313 قطعې ته د افغان ډرون یا بې پیلوټه الوتکې د جوړولو/ورکولو خبره شوې وي.

موږ همدا راز د دوهم پوسټ ویډیو ټول انځورونه په دقت سره وکتل، چې ټول یې د امریکایي ډرون الوتکو انځورونه ثابت شول. تاسې کولی شئ په لاندې توګه یې یو شمېر مشاهده کړئ.

د بېلګې په توګه لومړی انځور:

همدا انځور موږ په ټیلګراف ورځپاڼه کې وموندو او هلته یې واضح پرې لیکلي، چې امریکایي هوایي ځواک … . 

تاسې کولی شئ دغه انځور په لاندې توګه وګورئ.

همدا راز بل انځور، چې د ادعا په ویډیو کې کارول شوی، هم موږ په وایس اف امریکا ویبپاڼه کې وموند، چې هلته یې همدې انځور ته لیکلي: د امریکا بې پیلوټه الوتکه.

له ادعا سره د خپرې شوې ویډیو درېیم انځور هم موږ په بېلا بېلو ادرسونو کې وموند چې د امریکا بې پیلوټه الوتکه ثابتوي. د US Military Power پر رسمي یوټیوب چینل د امریکایي MQ-9 Reaper ماډل ډرون الوتکې ویډیو شته، چې تاسې کولی شئ د هغې نښې له ادعا شوې الوتکې سره مقایسه کړئ.

ارشیف

د دې ترڅنګ په خبري ویبپاڼو لکه په NBC کې هم موږ د امریکایي MQ-9 Reaper ماډل ډرون الوتکې اړوند خبر پیدا کړ. یاد خبري چینل د د امریکایي MQ-9 Reaper ماډل ډرون الوتکې یو انځور له راپور سره خپور کړی او په کپشن کې یې ورسره لیکلي دي: A U.S. Air Force MQ-9 Reaper, …. 

ارشیف

د افغان ډرون اړوند غیر حقیقي ادعاوې، چې فکټ کریسنډو پرې څېړنې کړي دي، تاسې (دلته) او (دلته) هم لوستلی شئ.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. په خپرو شویو ویډیوګانو کې انځورونه اکثریت یې د امریکایي ډرون الوتکو دي او یو انځور، چې BADRI 313 پرې لیکل شوي، په ai جوړ شوی انځور دی.

Avatar

Title:په ویډیو کې انځورونه د افغان ډرون الوتکو ندي، بلکې د امریکایي ډرون الوتکو دي.

Fact Check By: Fact Crescendo Team  

Result: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *