
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ډیورنډ فرضي کرښه امنیتي وضیعت لا ډېر اندېښمن شوی دی. پرون جمعه د افغانستان په وخت مازېګر مهال د هغه اوربند وخت پای ته ورسید، چې د دواړو لوریو ترمنځ د ۴۸ ساعتونو لپاره پرې هوکړه شوې، وه او پاکستان یو ځل بیا پکتیکا ولایت کې هوایي بریدونه وکړل.
د افغانستان او پاکستان د نښتو په دې لړ کې د ۲۰۲۵ کال اکتوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د میزایل انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګني دغه میزایل افغانستان تازه ازمایلی دی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا ناسمه او غولوونکې ده.
دا چې حقیقت څه دی، د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې یې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې له خپور شوي انځور سره لیکلي: «د هیواد دفاعي ځواکونو د هغه مزایل کامیابه ازموینه ترسره کړه کوم چې ۴۰۰ کیلو متره واټن وهي».

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. د فایر شوي میزایل هغه انځور چې له یادې ادعا سره خپور شوی دی، د افغانستان ندی، بلکې د شمالي کوریا د هغه کروز میزایل د ازمایلو د صحنې انځور دی، چې د ۲۰۲۳ کال فبرورۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه د شمالي کوریا دولتي رسنیو خپور کړی دی.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده؟
موږ پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو په ګوګل کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې خپور شوی انځور د ۲۰۲۳ کال فبرورۍ میاشتې ۲۴مې نېټې دی او هغه مهال اخیستل شوی کله چې شمالي کوریا خپل یو کروز میزایل ازمایلی دی.
د الجزیرې انګلیسي څانګې په ویبسایټ یو راپور کې همدا انځور کاروولی او په کپشن کې ورته لیکل شوي دي: شمالي کوریا خپل کروز توغندي “استراتېژیک” بولي… انځور: [KCNA via Reuters].

همدا راز korea joongang daily هم دا انځور په هغه راپور کې کاروولی چې عنوان:
(North Korea fires multiple cruise missiles) دی او د انځور په کپشن کې لیکل شوي دي: شمالي کوریا د ۲۰۲۳ فبرورۍ کې د خپلې رسمي کوریا مرکزي خبري آژانس له خوا دغه انځور خپور کړی، چې یو کروز توغندی توغول شوی دی.

فاکس نیوز هم په یو راپور کې چې ۲۰۲۳ کال فبروري کې یې خپور کړی دی، د دې انځور د منبع په توګه یې کپشن کې ورته لیکلي: … دا انځور د شمالي کوریا د دولتي رسنیو لخوا د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۲۴مه خپور شوی دی. (KCNA via REUTERS).

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. د فایر شوي میزایل هغه انځور چې له یادې ادعا سره خپور شوی دی، د افغانستان ندی، بلکې د شمالي کوریا د هغه کروز میزایل د ازمایلو د صحنې انځور دی، چې د ۲۰۲۳ کال فبرورۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه د شمالي کوریا دولتي رسنیو خپور کړی دی.
ایا په انځور کې دغه میزایل رېښتیا د افغانستان دی، او د پاک-افغان وروستیو نښتو پر مهال ازمایل شوی دی؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

