ایا رېښتیا په افغانستان کې ۲۳.۵ میلیونه خلک انټرنیټ کاروي؟ 

False National

په ټولنییزو رسنیو کې د فیسبوک زیات شمېر افغان کاروونکو په خپلو پوسټونو کې ادعا کړې، چې ګني په افغانستان کې ۲۳.۵ میلیونه خلک انټرنیټ کاروي. په داسې حال کې چې د دوی دا ادعا او مالومات ناسم دي. وروستي مالومات ښیي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال په شروع کې یوازې ۱۳.۲ میلیونه خلکو انټرنیټ کاروولو. 

د بشپړ مطلب لپاره د فکټ کریسنډو دغه څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ لاندې پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې لیکلي: «په افغانستان کې ۲۳.۵ میلیونه خلک انټرنټ کاروي، خو لا هم بېکاره او فقیر یو…»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

په افغانستان کې ۲۳.۵ میلیونه خلک انټرنیټ نه کاروي، بلکې د Dataportal د احصایې او راپورونو له مخې په د ۲۰۲۵ کال په شروع کې ۱۳.۲ میلیونه خلکو افغانستان کې انټرنیټ کاروولو، چې دا شمېر ۲۰۲۴ کال کې ۷.۸۸ میلیونه وو. 

موږ ولې وایو، چې د فیسبوک یاد شمېر کاروونکو مالومات ناسم دي؟

موږ لومړی هغه انلاین پلیټ فارم پیدا کړ، چې هغوی د نړیوال ډیجیټل مالومات خپروي او بیا مو د افغانستان اړوند بېلا بېلو کلونو راپورونه پکې ولوستل، چې اصلاً د فیسبوک کاروونکو یاده ادعا غلطه ثابتوي.

موږ لومړی په Dataportal کې د افغانستان اړوند ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کال راپورونه وکتل، چې تاسې یې هم د دې لینک په پرانیستلو سره لوستلی شئ.

د Dataportal ۲۰۲۵ کال راپور کې داسې ویل شوي: د ۲۰۲۵ کال په پیل کې په افغانستان کې ۱۳.۲ میلیونه کسان انټرنیټ کاروي، چې هغه مهال د انلاین کاروونکو شمېر ۳۰.۵ سلنه و.

ارشیف

همدا راز د همدې سایټ ۲۰۲۴ کال راپور کې دا شمېر بیا ۷.۸۸ ښودل شوی.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې په افغانستان کې ۲۳.۵ میلیونه خلک انټرنیټ نه کاروي، بلکې د Dataportal د احصایې او راپورونو له مخې په د ۲۰۲۵ کال په شروع کې ۱۳.۲ میلیونه خلکو افغانستان کې انټرنیټ کاروولو، چې دا شمېر ۲۰۲۴ کال کې ۷.۸۸ میلیونه وو.

Avatar

ایا رېښتیا په افغانستان کې ۲۳.۵ میلیونه خلک انټرنیټ کاروي؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *