ایا افغان سوداګرو رېښتیا ګډوالو لپاره 5679 کورونه جوړ کړي؟

False International

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فیسبوک کاروونکو یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې د ګڼو عصري کورونو یو ښارګوټی ښکاري. د دې ویډیو په خپرولو سره یادو فیسبوک کاروونکو ادعا کړې، چې ګني دا د افغان سوداګرو لخوا ګډوالو ته د ۵۶۷۹ تیار شویو کورونو ویډیو ده.

دا چې حقیقت څه دی او ایا رېښتیا هم په ویډیو کې دغه ښارګوټی افغانستان کې د افغان کډوالو لپاره تیار شوی او کنه؟، د فکټ کریسنډو دغه څېړنه ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې لیکلي: د افغان سوداګرو لخوا کډوالو ته ۵۶۷۹ کورونه په عصري بڼه تیار شول.

Archive | + | Facebook Post

Archive | + | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده او په ویډیو کې چې کوم ښارکوټی ښکاري په افغانستان کې موقعیت نلري، بلکې دا په کردستان کې د ښوونکو د استوګنځایونو پروژه ده،  چې د کلار پاراډایس ((پرۆژه‌ى به‌هەشتى كه‌لار “مامۆستایان”((  په نوم یادیږي.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده؟

موږ د خپرې شوې ویډیو یو څو منظم سکرین شاټونه په ګوګل ایمیج لټون کې وپلټل، چې هلته مو ډېر داسې ثبوتونه وموندل چې ښیي د استوګنځایونو دغه پروژه په افغانستان کې نه، بلکې په کردستان کې ده.

د Dang Net په نوم یو ویبسایټ د همدې پروژې په اړه یو راپور په کردي ژبه ۲۰۲۳ کال کې خپور کړی، چې تاسې یې په لاندې توګه انځور کې کتلی او د لینک پرانیستلو له لارې یې لوستلی شئ:

د راپور یوې برخې ژباړه: د کردستان د ښوونکو اتحادیې (KTU) د ګرمیان څانګې یوه غړي وویل چې د کلر جنت پروژې له ۶۵۰ څخه زیات واحدونه به په نږدې راتلونکي کې ګډونوالو ته وسپارل شي.

ارشیف

د پرۆژەی بەهەشتی کەلار – Prozhai Bahashti Kalar په نوم فیسبوک پاڼې د دې ښارګوټې د کار د جریان ډېرې ویډیو ګانې خپرې کړي چې تاسې کتلی شئ.

ارشیف

همدا راز د عەقاراتی شێروانە Real estate sherwana فیسبوک پاڼې هم د دې پروژې ویډیو خپره کړې، چې یوځای کې یې تاسې د کرستان بیرغ هم لېدلی شئ.

اشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده او په ویډیو کې چې کوم ښارکوټی ښکاري په افغانستان کې موقعیت نلري، بلکې دا په کردستان کې د ښوونکو د استوګنځایونو پروژه ده،  چې د کلار پاراډایس ((پرۆژه‌ى به‌هەشتى كه‌لار “مامۆستایان”((  په نوم یادیږي.

Avatar

ایا افغان سوداګرو رېښتیا ګډوالو لپاره 5679 کورونه جوړ کړي؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *