په امازون خنګل کې د غټ مار (اژدها) وایرل شوې ویډیو په مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې.

False International

په ټولنیزو رسنیو کې د یو ډېر غټ مار ویډیو وایرل شوې، چې پکې لېدل کیږي د (Anaconda) په نوم یو لوی مار د امازون ځنګل اوبو کې روان وي. د دې ویډیو د ځینو برخو انځورونه (سکرین شاټونه) د فیسبوک یو شمېر کاروونکو له دې ادعا سره خپاره کړي، چې ګنې دا په امازون ځنګل کې د یو ډېر غټ مار (اژدها) ویډیو ده.

خو د فکټ کریسنډو څېړنې بیا ښیي، چې دغه ویډیو د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړه شوې ده.

د بشپړ مطلب لپاره راځي د فکټ کریسنډو دغه څېړنه ولولو!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکي لاندې پوسټ د نمونې په توګه وګورئ.

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او ویډیو اصلاً د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وسیله جوړه شوې ده.

موږ ولې وایو، چې دا ویډیو حقیقت نلري او د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړه شوې ده؟

موږ تر ټولو لومړی خپاره شوي سکرین شاټونه (انځورونه) په ګوګل ایمیج لټون کې وپلټل، چې هلته مو د دې سکرین شاټونو اړوند ویډیوګانې پیدا کړې.

بیا مو ویډیو په دقیق ډول بررسي کړه او مالومه شوه، چې دغه ویډیو کوم حقیقت نلري، بلکې د AI په واسطه جوړه شوې ویډیو ده.

موږ د دې تحقیق محتوا په دوو برخو ویشو:

  1. لومړۍ برخه کې تاسې پورته سکرین شاټونو پوره ویډیو وګورئ، چې په نورو شبکو لکه یوټیوب او ایکس کې هم خپره شوې ده.

ارشیف

لینک | ارشیف

  1. دویم موږ ویډیو په دقیق ډول ارزیابي کوو او هغه نقطې یې تاسې ته در په ګوته کوو، چې څرګندوي دا ویډیو حقیقي نه، بلکې د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړه شوې ویډیو ده. 

که تاسې ویډیو ته په دقیق ډول وګورئ په اوبو کې د روان مار ۶مه او ۷مه ثانیه دوه ځایه یا دوه کیږي او بیرته بیا یو شي، چې دا د مصنوعي ځیرکتیا یو نښه ده. 

همدا څېر که تاسې ویډیو ته لږ نور ځیر شئ، نو په الوتکه کې یوه کامره ښکاري او هغه کامره روشن (on) ده، خو په سکرین یې پر ځای د دې چې یا پکې دغه مار ښکاره شي یا هم د مخامخ اوبو یا ځنګل کومه برخه، بل څه پکې ښکاري.

د دې تر څنګ کله چې دومره غټه اندازه باندې مار یا کوم بل د اوبو حیوان په اوبو کې روان وي، نو مالومه خبره ده، چې اوبه یو ډول څپو او شور باندې سره بیلوي، خو دې ویډیو کې ښکاري چې هغه ډول ندي.

د دې ترڅنګ د برازیل یو ویب سایټ هم یو راپور او بررسۍ کې واضح ویلي، چې دا ویډیو جعلي یا په مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ده. که تاسې غواړئ چې ویې لولئ نو (دلته) یې لوستلی شئ.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او ویډیو اصلاً د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وسیله جوړه شوې ده.

Avatar

په امازون خنګل کې د غټ مار (اژدها) وایرل شوې ویډیو په مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *