دغه چاودنه د هند پوځي مهماتو په ګودام کې نه، بلکې د پاکستان په سیالکوټ کې شوې وه.

False International

په ټولنییزو رسنیو کې یوه د چاودنې یوه ویډیو لاس په لاس کیږي، چې د دغې ویډیو په خپرولو سره د فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې دا د هند پوځي مهماتو یو ګودام کې درنې چاودنې شوي دي. په داسې حال کې چې د چاودنې دغه ویډیو د هند په کومه سیمه پورې تړاو نلري.

دا چې رېښتیا څه دي؟ راځي د فکټ کریسنډو دغه کتنه کې یې ولولو!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې د دغې ویډیو سره لیکلي: د هند پوځي مهماتو یو ګودام کې درنې چاودنې شوي دي.

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د فیسبوک یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده. دغه ویډیو په هند کې د پوځي مهماتو په ګودام کې د چاودنې نه ده، بلکې دا چادونه د ۲۰۲۲ کال مارچ ماشت کې د پاکستان په سیالکوټ کې رامنځته شوې وه. 

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده؟

موږ لومړی د دغې ویډیو ځیني سکرین شاټونه په ګوګل ایمیج کې وپلټل او هلته مو د دغې چاودنې په اړه بېلا بېل شواهد پیدا کړل، چې ښیي د چاودنې دغه ویډیو په هند نه، بلکې پاکستان کې رامنځته شوې وه.

د NDTV خبري رسنۍ له دې ویډیو سره لیکلي: د پاکستان په سیالکوټ ښار کې یوه لویه چاودنه وشوه.

ارشیف

د Excelsior News رسمي چینل د دې پېښې ځانګړي تصاویر خپاره کړي، چې دوی هم ورسره لیکلي: د پاکستان د سیالکوټ په کینټ سیمه کې د مهماتو په یوه ګودام کې لویه چاودنه وشوه.

ارشیف

د Mirror Now رسمي ایکس پاڼې هم د سیالکوټ پېښې په اړه خپل پوسټ کې لیکلي: د پاکستان د سیالکوټ په کینټ سیمه کې د یوې لویې چاودنې غږ اوریدل شوی.

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې دغه ویډیو په هند کې د پوځي مهماتو په ګودام کې د چاودنې نه ده، بلکې دا چادونه د ۲۰۲۲ کال مارچ ماشت کې د پاکستان په سیالکوټ کې رامنځته شوې وه.

Avatar

دغه چاودنه د هند پوځي مهماتو په ګودام کې نه، بلکې د پاکستان په سیالکوټ کې شوې وه. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *