پخوانی انځور په غلط ډول په کشمیر کې د هند او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو په توګه شریک شوی.

International Misleading

په پاهلګام کې د وروستي ترهګریز برید په پایله کې له ۲۷ څخه زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې د سیمه ییز ثبات په اړه یې اندیښنې راپورته کړې. په ځواب کې، امنیتي ځواکونو په پوله کې خپل شتون زیات کړی، د نورو پیښو د مخنیوي لپاره یې د څارنې او ترهګرۍ ضد عملیات زیات کړي دي. دا وضعیت روان تاوتریخوالی او د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا اړتیا په ګوته کوي.

خو په دې وروستیو کې، د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو په دروغو ادعا کړې چې په کشمیر کې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه پیل شوې او په نښتو کې دوه سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. د دې جعلي ادعاوو سره یو زوړ او غیر اړونده انځور هم شریک شوی دی.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک کاروونکو ادعا وګورئ:

فېسبوک لینک آرشيف لینک

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو له لوري په پورته پوسټ کې ادعا دا ده:

“تازه او مهم خبر کشمیر کې بیا جنګ شروع شوی. د هند او پاکستان ترمنځ کشمیر کې یوځل بیا نښته شوي تر اوسه 2 عسکر وژل شوي او 4 زخمیان دي نورو جزیاتو لپاره اقتصادي خبرونه پیج فالو کړﺉ راسره اوسﺉ تازه معلومات زر درکوم”. 

په هرصورت، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې د هند او پاکستان ترمنځ په جګړه کې د دوو سرتیرو د وژل کیدو ادعاوې دروغ دي او همدارنګه یو زوړ او غیر اړونده انځور د غلطو ادعاوو سره شریک شوی دی.

د حقیقت معاینه:

په پهلګام کې وروستي ترهګریز برید په ټوله نړۍ کې پراخې اندیښنې راپارولي دي او همدارنګه د هند او پاکستان ډیپلوماټیکې اړیکې ترینګلې شوې دي. ګڼو رسنیو د پاکستان له خوا د اوربند د سرغړونې په اړه هم راپور ورکړی دی.

Hindustan Times Archived Link 

د نورو پلټنو لپاره، موږ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا شریک شوي عکس باندې د ګوګل ریورس لټون عکس لټون تطبیق کړ او وموندله چې عکس د داسې کومې وروستۍ پیښې سره تړاو نلري چې ادعا شوې ده. د نومبر په ۲۷مه د ایکسپریس ټریبیون لخوا خپره شوې مقاله له مخې، دا عکس په کراچۍ کې د پولیسو کومانډو په نښه کولو له یوې مرګونې چاودنې وروسته اخیستل شوی و.

The Express Tribune Archived Link 

پایله

له همدې امله، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې د هند او پاکستان ترمنځ په جګړه کې د دوو سرتیرو د وژل کیدو ادعاوې دروغ دي او همدارنګه یو زوړ او غیر اړونده انځور د غلطو ادعاوو سره شریک شوی دی.

Avatar

سرلیک: پخوانی انځور په غلط ډول په کشمیر کې د هند او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو په توګه شریک شوی.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *