
د ایټالینا په ټورین تاریخي ښار کې، چې یوه تاریخي د کلیسا وداني هم پکې ده، یو ایټالیایي یې داسې یو انځور اخیستی، چې په هغې کې سپوږمۍ، کلیسا او غر درې واړه په منظم او ښکلې بڼه کپچر شوي دي.
د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) یو شمېر کاروونکو همدې انځور سره ناسم او نیمګړي مالومات خپاره کړي. دوی د دې انځور په خپرولو سره ادعا کړې، چې ګواکې دغه انځور هندي انځورګر اخیستی، په داسې حال کې چې د انځور اخیستونکی په حقیقت کې یو ایټالیایي دی.
تاسې کولی شئ، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک څو کاروونکو پوسټونه د نمونې په توګه په لاندې ډول مشاهده کړئ:
دوی په خپلو پوسټونو کې لیکلي: «… یو هندي انځورګر شپږ کاله دغسې یوې صحنې ته منتظر و، چې داسې یو انځور واخلي چې سپوږمۍ٫ غر او دا کلیسا درې واړه جوخت او مستقیم انځور کې راشي».

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟
دا انځور کوم هندي نه، بلکې ایټالیایي انځور اخیستونکي (والریو میناټو) د ۲۰۲۳ کال دیسمبر ماشت په ۱۵مه نېټه ماښام مهال اخیستی، چې له پاس طرف، لومړی سپوږمۍ، بیا غر او بیا د بیسیلیکا په نوم کلیسا پکې یو په بل پسې ښکاري. والریو میناټو د دې صحنې لپاره شاوخوا شږ کاله انتظار کښلی دی. دغه کلیسا او سیمه د ایټالیا په ټورین نومي ښار کې موقیعت لري.
موږ ولې وایو، چې د دې انځور اخیستونکی هندي نه، بلکې یو ایټالیایي دی؟
موږ دغه انځور چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فیسبوک کاروونکو له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکی اخسیتونکی یې هندي انځور ګر دی، لومړی مو په ګوګل ایمیج کې وپلټلو، چې هلته زیات شمېر شواهد په لاس راغلل او ان خپله مو د هغه انځور اخیستونکي ویبسایټ او انسټاګرام پیدا کړ، چې دغه انځور یې اخیستی دی.
والریو میناټو چې د دې انځور اخستونکي دی، د همدې انځور سره یې په ایټالیایي ژبه د صحنې تشریح لیکلې، هغه لیکلي «د ۲۰۲۳ کال دیسمبر میاشتې په ۱۵مې نېټې د ماښام په ۶ بجو او ۵۲ دقیقو سپوږمې له سوپرګا (تاریخي دوانۍ) سره لېدنه او روغبړ وکړ …».
موږ د والریو میناټو (VALERIO MINATO) رسمي ویبسایټ هم پیدا کړ، چې هلته د ده بایوګرافي او د انځورونو په هکله ډېر څه موجود دي. تاسې کولی شئ د هغه له ویبسایټ څخه لېدنه وکړئ او د هغه د انځورونو په تړاو هلته ډېر څه ووینئ:

PetaPixel هم د دې انځور په اړه توضیحات ورکړي او په عنوان کې یې لیکلي، چې انځور اخیستونکي، د سپوږمۍ، غر او بیسلیکا (کلیسا) یو نه هیریدونکی انځور اخیستی دی.

پایله: د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې دغه انځور د هندي نه، بلکې د والریو میناټو نومي ایټالیایي انځور اخیستونکي کلیک (اخیستی) دی.

د سپوږمۍ، غر او کلیسا یوځایي نه هیریدونکی انځور هندي نه، بلکې یو ایټالیایي انځورګر اخیستی! : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله:Partly False