د سراج الدین حقاني په اړه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې وروستۍ مقاله او غبرکونونه!

False International

نیویارک ټایمز ورځپانې د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۴مه نېټه د طالبانو د یو مهم غړي او د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په تړاو یوه اوږده مقاله، چې غږیز فارمټ یې ۲۲ دقیقي او ۴۳ ثانیې کیږي، خپره کړې ده. د دې مقالې لیکونکې (Christina Goldbaum) نومیږي او د سراج الدین حقاني په شمول یې له ۷۰ کسانو ( سیاسي چارو پوهانو، سیاسیونو، افغان چارواکو، طالب عسکرو ) سره خبرې کړي او بیا یې د همدې مرکو په اساس د سراج الدین حقاني په هکله یوه تبصره لیکلې، چې دغه مقاله (تبصره) د مختلفو غبرګونونو سره مخ شوې ده. 

دا حیرانوونکې ده، چې په نیویارک ټایمز غوندې مشهورې امریکايي ورځپاڼې کې د داسې یو کس په اړه مقاله نشریږي څوک چې امریکايي ځواکونو ته تر ټولو مطلوب کس وي او پر سر یې لس ملیونه امریکايي ډالر جایزه هم ټاکل شوې وي.

دا چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دغې وروستي مقاله کې مهم ټکي څه دي؟ دې مقالې ته د ځینو مهمو سیاسي څېرو غبرګون څه دي؟، فکټ کریسنډو ورته په دې Explainer کې کتنه کړې ده، چې تاسې یې لوستلو ته رابولو!

نیویارک ټایمز  په خپله وروستۍ مقاله کې د سراج الدین حقاني په اړه کوم مهم ټکي بیان کړي ؟

په داسې حال کې چې سراج الدین حقاني یو وخت د حقاني شبکې ویروونکې او د طالب پلوو په منځ کې یوه با نفوذه څېره ګڼل کېده، چې پر سر یې امریکا ۱۰ میلیونه ډالر انعام ټاکلی وو، اوس هڅه کوي دنیا ته ځان د یو معتدل شخصیت په توګه وښیي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، سراج الدین حقاني د ښځو حقونو، د نجونو د زدکړو او نورو مسایلو په تړاو  نرم دریځ لري او په دې لټه کې دی چې پر یادو مواردو کې د وضع شویو محدودیتونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د حقاني په اړه وروستۍ مقاله کې دا هم ویلي، چې نوموړی د طالبانو د اوسني سخت دریځ مشر ملا هبت الله په یوه سیاله څېره بدل شوی.

د مقالې له مخې، حقاني په فعاله توګه هڅې کوي، چې له نړۍ سره اړیکي پراخه کړي او نړۍ والو ته د طالبانو یو منونکی انځور وړاندې کړي، چې په دې برخه کې یې له اروپایي ځینو هېوادونو، روسیې او چین سره د اړیکو او تعامل هڅې پیل کړي دي. 

همدا راز په مقاله کې راغلي، د حقاني کورنۍ له تاریخي پلوه د طالبانو په مشرتابه کې رول لرلی دی او له پخوا یې د امریکایي چارواکو سره نږدې او پټې اړیکي لرلې، چې د سولې په خبرو کې یو ډول هڅې شمېرل کیدای شي.

نیویارک ټایمز وايي، سره له دې چې نوموړی د طالبانو ترمنځ پر یووالي ټینګار کوي، خو له نړۍ سره د نوموړي د تعمل هڅې د طالبانو د سخت دریځ مشر پر شته دریځونو یو ډول پټ نقد ګڼل کیدای شي او د حقاني په شمول ځېنې نورې مهمې څېرې د سخت دریځۍ سره مبارزه او له نړۍ سره د تعامل لېوالتیا لري.

ورځپاڼې زیاته کړې، امریکا لا هم له طالبانو سره په محتاط ډول تعامل کوي او له مستقیم دخالت څخه فاصله اخلي.

اړینه ده چې یاده شي، سراج الدین حقاني له نیویارک ټایمز سره مرکه کې د طالبانو لیکو کې هر ډول داخلي اختلافات او ټکر رد کړ او ویلي یي دي، چې طالبان د یو موټي مشرتابه او خپلواک دولت او قانون ستر بری ترلاسه کړی دی.

د لا ډېر پوهاوي لپاره د نیویارک ټایمز ورځپاڼې بشپړ مطلب دلته لوستلی شئ « Is Afghanistan’s Most-Wanted Militant Now Its Best Hope for Change؟».

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله د شنونکو نظرونه کومو پایلو (نتېجو) ته شامل دي: 

د ځینو طالب چارواکو په حواله، حقاني د نجونو د زدکړو د پیل کېدو او په دولتي ادارو کې د ښځو کار ته په ځانګړې توګه لابي کړې ده.

ډېرو غربي ډیپلوماټانو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته مرکه کې ویلي، چې د حقاني بدل شوي شخصیت لا هم شکمن دي  او نه پوهیږي چې پر هغه باور وکړي او که یې ونکړي، ځکه چې نوموړی له نورو  وسلوالو ډلو لکه القاعده سره د اړیکو تاریخي مخینه لري.

په ورته وخت کې یو شمېر امریکايي چارواکو نیویارک ټایمز ته دا هم ویلي، چې د متحده ایالاتو له خوا له حقاني شبکې سره د تعامل ردول ښايي تیروتنه وي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله، د یو شمېر شنونکو باور دا دی، چې حقاني د بدلون لپاره یو بالقوه ځواک کیدای شي او کولای شي یوه ورځ د طالبانو او غربي هېوادونو اړیکې بیا تعریف کړي.

یو شمېر شنونکو دې ته هم اشاره کړې، چې حقاني د طالبانو په منځ کې د هغو ګوتو په شمېر کسانو په ډله کې دی، چې اوس هم د ملا هبت الله واک ننګولی شي.

د لا ډېر پوهاوي لپاره د نیویارک ټایمز ورځپاڼې بشپړ مطلب، چې سراج الدین حقاني ته ځانګړی دی، دلته لوستلی شئ: « What We Learned Talking to the Taliban’s Most Fearsome Leader».

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې وروستۍ مقالې ته د ځینو مهمو سیاسي او پیژندل شویو څېرو غبرګونونه:

زلمی خلیلزاد، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ یې د روغې جوړې په خبرو کې د یوې مهمې څېرې او لوبغاړي په توګه رول لوبولی دی، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې وروستۍ مقالې ته یې په غبرګون کې ویلي، امریکا باید د سراج الدین حقاني، ملا عبدالغني برادر او ملا یعقوب په شان د طالبانو له منځلارو مشرانو سره راتلونکې ته په کتو چلند وکړي او پخوانۍ دوښمني ورسره ونه پالي. 

خلیلزاد په خپل پوست کې دوو مهمو ټکو ته اشاره کړې: 

لومړی دا خبره مهمه ده چې ومنل شي، حقاني په معتدل انداز کې او د لويديځ (غرل) لپاره لارو پرانستو کې يواځې نه دی، بلکې نوموړي سره ملا محمد يعقوب او ملا برادر او نور هم مل دي. 

خلیلزاد دویمه خبره د یوې پوښتنې په څېر ښکاره کړې او بیرته یې خپل ځواب او نظر هم څرګند کړی. د ده په ټکو د طالبانو یادو مشرانو سره د امریکا چلند باید د تیر وخت او د انتقام يا غچ په بنياد وي؟ او که زمونږ د راتلونکو ګټو او اهدافو په بنياد؟

د ده ځواب دا دای، چې زه د دې دوېمې لارې ملاتړ کوم، خو مونږ ته پکار ده چې د دوی ارادې او د ژمنو پوره کولو وړتیا و ارزوو. نتيجو ته اوس هم ډېر وخت شته.

ټویټ 

Archive

په تېر جمهوري نظام کې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح نظر بیا بل ډول دی. هغه له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره د سراج الدین حقاني مرکې ته په اشارې ویلي، «د نیویارک ټایمز مقاله په اصل کې د لویې پکتیا طالبانو یو ډول غذر-زارۍ ته اشاره ده، چې له CIA سره یې د خپلې اوږدمهاله همکارۍ یادونه کړې او له دې لارې غواړي خپل ځانونه متفاوت تشرېح او کودتا ته لېوالتیا وښيي». نوموړي دغه راز په تنقیدي توګه ویلي، چې طالبان لا هم د CIA په پیسو تغذیه کېږي.‬

ټویټ

Archive

امرالله صالح په یوه بل ټویټ کې دا هم ویلي، چې د پرون تروریست او امریکا ته یو تر ټولو مطلوب شخص د نن بدل شوي شخص په نوم را ښکاره کول پر حقاني د باور کولو پیچلتیا ښیي. 

ټویت

Archive

د افغانستان د تېر جمهوریت یو پیژندل شوي پخواني جنرال سمیع سادات، د نيويارک ټایمز ورځپاڼې مقالې ته په غبرګون کې ويلي، وروستۍ خپره شوې مقاله کې سراج الدين حقاني د امېد په حیث پېژندل د افغانانو او امريکايانو د وینې سره خيانت دی. 

د هغه په خبره، مونږ هغه (سراج الدين) د کابل د قصاب په توګه پېژنو، ښيې نيويارک ټایمز د هغه نوم هېر کړی وي.

ټویټ

Archive

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع بیا د یادې مقالې په غبرګون کې د حقاني تاریخي مرګ کوونکې مخینه د فرښتو له کردار سره تشبه کړې ده. هغه لیکلي، چې امریکايانو سراج الدين حقاني د مرګ په فرښته نومولی وو. د ده په ټکو «هو زمونږ مشران د دوی د مرګ فرښتې او د مسلمانانو د نجات فرښتې دي».

ټویټ

Archive

پایله: 

سره له دې چې سراج الدین حقاني د طلبانو په حکومت کې د داخلي اختلافاتو کلک رد کړی، خو شنونکو باور ښکاره کړی، چې داخلي کشمکشونه شته. همدا راز نيويارک ټايمز په وروستۍ مقاله کې له نړۍ سره د سراج الدين حقاني پر اړیکو او تعامل ټینګار کړی او ویلي یي دي، چې حقاني له يو خطرناک وسله وال مشر څخه يو سياسي مشر ته د بدلون هڅه کوي، خو امريکا او د لويديځ هيوادونه اوس هم په طالبانو باور نه لري، او د درې کلونو تېرېدو باوجود د طالبانو حکومت تر اوسه هیڅ حکومت یا هېواد په رسمیت ندی پیژندلی.

Avatar

سرلیک: د سراج الدین حقاني په اړه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې وروستۍ مقاله او غبرکونونه!

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *