
د منځني ختیځ کړکیچ ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی، اسراییل په مکرر ډول د سوریې سایټونه او ډیری وخت د ایران د نظامي زیرمو په نښه کولو کوښښ کوي. د دې روانو کړکیچونو په لړ کې ډیر کله د ټولنیزو رسنیو کاروونکو غیر حقیقي ادعاوې او بې تړاوه انځورونه خپروي، چې له ډلې یې اوس د لیبیا د یوې نظامي الوتکې نسکوریدو انځور د فیسبوک یو شمیر کاروونکو لخوا شریک شوی او ادعا یې کړې، چې ګواکې دا انځور په سوریه کې د اسراییلي ویشتل شوې الوتکې دی.
په لاندې پوسټ کې تاسي وینئ، چې دا ډول ادعا یې کړې:


په هر صورت، د فیکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د لیبیا د یوې نظامي الوتکې د غورځیدو یو پخوانی انځور له دې غیر حقیقي ادعا سره خپور شوی، چې ګواکې د اسراییلو یوه بلک هاک چورلکه په سوریه کې نسکوره کړل شوې ده.
د څېړنې میتود:
د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له لوري د دې ادعا او شریک شوي انځور تر شا د حقیقت موندلو لپاره موږ لومړی د کلیدي تورو په لټون سره د ځینو باوري رسنیو وروستي راپورونه وپلټل او او موږ ولیدل چې یو شمیر رسنیو په سوریه کې د اسراییلي الوتکې د غورځیدو د پیښې په اړه یادونه کړې.

خو د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې اسراییلي الوتکه په سریرا کې غورځېدلې، په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې دا الوتکه څنګه ویشتل شوې، لکه څنګه چې په ټولنیزو رسنیو کې ادعا شوې.
موږ په همدا راز د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري پر خپور شوي انځورګوګل ایمیج لټون هم پلي کړ. موږ وموندله چې دا انځور د اوسنۍ پېښې ندی، بلکې د ۲۰۱۵م کال د فبرورۍ په ۲۵مه د Emirates71.Com په نوم ویب پاڼې لخوا خپور شوی او د خپرې شوې مقالې له مخې دا انځور د لیبیا د یوې نظامي الوتکې، چې د تونس – لیبیا په پولې د را را غورځېدو وروسته اخیستل شوی.

پایله:
که څه هم د اسراییلي پوځيالوتکې د نسکورېدو خبرونه شته، خو د فیکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو له لوري وروستی خپور شوی انځور اصلاً د لیبیا د یوې نظامي الوتکې دی، چې یاده پېښه په ۲۰۱۵ کال کې رامنځته شوې وه.

عنوان: دا انځور په سوریه کې د اسراییلو د ویشتل شوې الوتکې نه، بلکې د لیبیا د پوځي الوتکې پخوانۍ پېښې انځور دی!
بررسی واقعیت توسط: Fact Crescendo Teamنتیجه: Misleading