د اوکرایین کړکېچ: اشرف غني او امرالله صالح د جګړې لومړۍ کرښې ته نه دي تللي، عکسونه یې جعلي دي

False International

روسیې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکرایین باندې د پوځي اقدام اعلان وکړ. په روانه جګړه کې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د روانې جګړې په منځ کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ډېر عکسونه شریک شوي چې ادعا کوي ګواکې هغه هم په جګړه کې برخه اخیستې وه، که څه هم ډېر عکسونه پخواني وو او له ناسمو شرایطو سره شریک شوي وو.

خو په دې وروستیو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني یو انځور فوټوشاپ شوی چې ادعا کوي ګواکې هغه له امرالله صالح سره یو ځای د اوکراین په ملاتړ په جګړه کې برخه اخستې ده.

ادعا

په افغانستان کې په ټولنیزو رسنیو کې د جعلي عکسونو سره یوه ناسمه ادعا خپره شوې چې وایي ګواکې اشرف غني له امرالله صالح سره یو ځای د اوکرایین  په ملاتړ په جګړه کې برخه اخستې ده.

تاسو کولی شئ لاندې فېسبوک پوسټ وګورئ:

فېسبوکفېسبوکفېسبوکفېسبوک 
آرشيف لینکآرشيف لینکآرشيف لینکآرشيف لینک

د فیسبوک پوسټ ادعا کې راغلي چې اشرف غني او امرالله صالح د اوکرایین په ملاتړ جنګ ته تللي دي.

خو زمونږ پلټنې ښيي چې ادعا ناسمه ده او عکس فوټوشاپ شوی دی.

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر شریک شوي عکسونو باندې د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه.

زمونږ د پلټنې په پایله کې مالومه شوه چې عکسونه جعلي دي. 

دا عکسونه فوټوشاپ شوي دي.

اصلي عکسونه د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پورې تړاو لري. په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د هغه ډېر عکسونه خپاره شوي چې ادعا کوي نوموړی د روسي ځواکونو پر وړاندې جنګېږي، خو  ډېر عکسونه پخواني وو او له ناسمو شرایطو سره شریک شوي وو.

یو شمېر کسانو د اوکرایین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او اشرف غني یې یو له بل سره پرتله کړي. دوی په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له هېواد څخه د ښاغلي غني تېښتې په اړه یې یو شمېر طنزي خبرې کړې دي.

د افغانستان خبري اژانس خامه پریس هم یو خبر خپور کړی چې پر وینا یې یو شمیر افغانانو د اوکرایین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د زړورتیا ستاینه کړې او د افغانستان پر پخواني ولسمشر اشرف غني باندې یې ملنډې وهلي چې ولې له هېواد څخه وتښتېده.

خامه پریس آرشيف لینک

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د اشرف غني انځور د طنز په توګه خپور کړی او ویلي یې دي چې ګواکې نوموړی د جګړې په موخه اوکرایین ته تللی دی.

په عکسونو کې د امرالله صالح مخ هم فوټوشاپ شوی او ادعا شوې چې ګواکې هغه هم له اشرف غني سره ملتیا کوي.

تاسو کولی شئ لاندې دواړه اصلي او جعلي عکسونه وګورئ:

 عکس 1

جعلي عکس:

اصلي عکس:

 عکس 2

جعلي عکس:

اصلي عکس:

دواړه عکسونه  تېر کال په بیلابیلو وختونو کې اخیستل شوي وو، هغه مهال چې د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سرتیرو لیدلو لپاره لومړۍ کرښې ته تللی وو.

Tribune Archive

نو له دې څخه څرګندیږي چې عکسونه په ډیجیټلي ډول بدل شوي او د اشرف غني او امرالله صالح مخونه په اصلي عکسونو کې فوټوشاپ شوي دي.

په هر حال، اصلي عکسونه د اوکرایین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پورې تړاو لري. خو اصلي عکسونه هم د اوکرایین او روسیې تر منځ د روانې جګړې پورې اړه نه لري. دا عکسونه پخواني دي او تېر کال په بیلابیلو وختونو کې اخیستل شوي وو. هغه مهال چې د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سرتیرو لیدلو لپاره لومړۍ کرښې ته تللی وو.

تاسو کولی شئ په دې اړه د فاکټ کریسینډو حقیقت موندنې راپور دلته ولولئ:

Fact Crescendo English 

Archive

پایله

له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې د فیسبوک پوسټ ادعا ناسمه ده. دا عکسونه په ډیجیټلي توګه بدل شوي دي.  اصلي عکسونه د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پورې تړاو لري، نه د اشرف غني یا امرالله صالح پورې.

Avatar

سرلیک: د اوکرایین کړکېچ: اشرف غني او امرالله صالح د جګړې لومړۍ کرښې ته نه دي تللي، عکسونه یې جعلي دي

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *