د یوه بل ماشوم انځور د زابلی ماشوم حیدر په توګه خپور شوی دی

Partly False Social

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یو بل ماشوم انځور یې د حیدر په توګه په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی. حیدر هغه ۵ کلن ماشوم وو چې په زابل کې څاه ته غورځېدلی وو چې له ایستلو څخه وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور د یوه بل ماشوم پورې اړه لري چې د پکتیا ولایت اوسېدونکی دی او حمزه نومیږي.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۱۷ د دغه ماشوم په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې دا عکس د حیدر پورې تړاو لري.

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

حیدر هغه ماشوم دی چې په زابل ولایت کې په یوه څاه کې غورځېدلی وو. د هغه په تړاو خورا ډېر ناسم انځورونه او ادعا ګانې په فېسبوک او تویتر کې شریک شوي دي. 

د نوموړي د ژغورنې لپاره پراخې هڅې وشوې خو نوموړی له اېستلو څخه وروسته مړ شوی وو. د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب، د روغتیا وزیر و انس حقاني زابل ته تللي وو.

انس حقاني په یو تویت کې د جمعې په ورځ د حیدر د مړینې خبر خپور کړ. 

د افغانستان د سوک وهنې نوموتی لوبغاړی «احمد ولي هوتک» هم د دې ماشوم انځور یې د حیدر په توګه خپور کړی دی.

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د حیدر ماشوم اصلي انځور ته لاسرسی ومونده چې په څاه کې اخستل شوی دی. په عکس کې لیدل کیږي چې د نوموړی عمر د خپور شوی عکس په پرتله لږ دی.

دلته تاسو کولی شئ چې د نوموړی اصلي انځور وګورئ:

خو دا لاندې انځور د حیدر پورې تړاو نه لري.

که چېرته مونږ دا دواړه انځورونه له یو بل سره پرتله کړو، نو لیدل کیږي چې له یو بل سره توپیر لري.

له بلې خوا د فېسبوک یوه بل کاروونکي هم ویلي چې خپور شوی انځور د «حمزه» په نوم د یوه ماشوم پورې تړاو لري چې د پکتیا ولایت اوسېدونکی دی.

فېسبوک پسټ/آرشیف لېنک

په ورته مهال کې مونږ د نوموړي یو بل اصلي انځور په ټولنیزو رسنیو کې ومونده.

دلته کولی شئ چې دا تویت وګورئ:

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې د فېسبوک پسټ هغه انځور چې د حیدر په توګه خپور شوی، ناسم دی. دا انځور د حمزه په نوم د یوه بل ماشوم پورې اړه لري چې د پکتیا ولایت اوسېدونکی دی. باید وویل شي چې په څاه کې د حیدر ماشوم غورځېدلو ادعا حقیقت لري چې نوموړی خپل ژوند له لاسه ورکړ.

Avatar

سرلیک: د یوه بل ماشوم انځور د زابلی ماشوم حیدر په توګه خپور شوی دی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *